وزګارتيا د هيواد پر امنيت څومره منفي آغېزه کړې ده؟

وزګارتيا د هيواد پر امنيت څومره منفي آغېزه کړې ده؟

احمد فیضان فعال ځوان – زابل

د وزګارتیا منفي آغېزې پر امنیت او ټولنه باندي بې کاري د ټولني عامه نظم او ثبات له منځه وړي او جرمونو ته لاره هواروي. په هر ټولنه کي چي د بېکارۍ کچه لوړېږي، په هغومره اندازه د جرمونو، وژنو، غلاوو په کچه کي ډېروالی راځي. بېکاري د ټولني د امنیت لپاره تر ټولو لوی ګواښ دی، لکه څنګه چي په ګران هیواد افغانستان کي جګړه روانه ده او هر ورځ زموږ په سلګونو هیوادوال وژل کېږي او د جګړې سنګرونه لا هم تاوده ساتل کېږي، چي یو د جګړې د عواملو څخه همدا بېکاري ده. موږ وينو چي ځوانان مو په لوی لاس د بېکارۍ او مجبورۍ له امله د دښمن په لیکو کي ځای پر ځای کېږي او دښمن د دوی له مجبوریت څخه ناوړه ګټه پورته کوي او زموږ د ټولني رواني او فزیکي امنیت هم تهدیدوي او د خلکو ژوند ته ګواښ متوجه کوي. موږ ډېر ژوندي مثالونه لرو، چي زموږ ځوانان ډېر کله د بې روزګارۍ له امله د هیواد بهر ځي او له هغې خوا د افغانستان یا کوم بل هیواد ته د جکړې لپاره استول کېږي. همدارنګه زموږ زیات شمېر ځوانان د بېکارۍ له امله د نشه يي توکو استعمال او یا د نشه يي توکو کاروبار ته مخه کوي، چي خپله د هیواد د نافذه قوانینو له مخي، د نشه يي توکو استعمال او پېر او پلور جرم دی. د نشه يي توکو پېر او پلور او په نشه يي موادو روږدي کسان د ټولني نظم مستقیما ګډوډوي او د جنايي جرمونو په زیاتوالي کي غټ رول همدا کسان لري. همدارنګه مسلحانه غلاوي، چي ډېر کله زموږ د هیوادوالو ژوند او د هغوی شتمنیو ته ګواښ پېښوي، یو له مهمو عواملو څخه يې وزګارتیا ده، په دې وروستیو کي په هیواد کي د غیرمسؤلو وسله والو کسانو په تعداد کي ورځ تر بلي زیاتوالی راځي. ځوانانو مو د بېکارۍ له امله د دغو ډلو او ګروپونو سره يو ځای کېږي او بیا د همدغو ډلو په وسیله لوی لوی جرمونه ترسره کوي. کله کله د حکومت په وړاندي مقاومت هم کوي، چي يو ښه مثال يې د هیواد پلازمېنه او شمالي ولایتونه دي چي هلته ورځ تر بلي غیرمسؤل وسله وال، مسلح غلاوي او لوی مافیايي ډلي ورځ تربلي ډېرېږي او ځوانان ورسره په ډېر کم څه یو ځای کېږي، عامه نظم او د خلکو شتمنیو او ژوند ته ګواښ پېښوي، چي ډېر داسي نمونې لرو چي په ولایتونو کي دغه ډلي خلک وژني او د هغوی ژوند اخلي، نو دولت ته پکار ده چي په دې برخه کي دي ډېر کار وکړي، ځوانانو ته دي کاري فرصتونه برابر کړي، تر څو د جرمونو، غیرمسؤلو ډلو او غلاوو په شمېر کي کموالی راسي.

یوه بله مهمه ستونزه چي د وزګارتیا له مله رامنځه سوې، هغه د هیواد څخه د ځوانانو تېښته ده، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت په راتګ سره ځوانانو تعلیم ته مخه کړل، چي نن خوشبختانه ډېر زیات مسلکي او تحصيل یافته ځوانان لرو، خو متاسفانه د افغانستان حکومت همدغو ځوانانو ته هم مناسب کاري فرصتونه نه دي مساعد کړي، چي په پایله کي زموږ ډېر ځوانان د بېکارۍ له امله د افغانستان څخه بهر ته په غیرقانوني ډول مخه کوي، چي زیات شمېر ځوانانو مو په اوبو او سمندرونو کي د ماهيانو خوراک سول. بېکاري د ټولني امنیت حتما ګواښي، د جرمونو ګراف لوړوي او د ټولني پر مختلفو برخو منفي آغېزې شیندي. دولت ته په کار ده چي په دې برخه کي جدي تدابیر ونیسي او لازم کاري فرصونه رامنځ ته کړي، د جرمونو او امنیتي تهدیداتو په کموالي کي به حتما فرق راځي.

سردارولي سرحدي لیکوال

تر هر څه وړاندي د ټاټوبي ويونکو ته په خورا درنښت سلام او ادب وړاندي کوم، زه د هري ورځي په تېرېدو په دې هيله راپورته کېږم چي د دې غم ځپلي ملت پر ژوند به رڼا د سولي او آبادۍ خوره سوې وي، وژني، قتل وقتال به نه وي، خو بدبختانه د خپل لاس جوړي سوي جګړې مو د دې ملت له هر نسل څخه د غربت او بې کارۍ په دې غميز دربار کي د مرميو لپاره کار واخيست او هر ځل چي په هر ولايت کي جګړه شدت پيدا کوي، زه باوري کېږم، چي هماغه سيمه د وزګارۍ تر ټولو ډېره متاثره ده. کله چي د يوويشتمي پېړۍ په دې پرمختللي عصر کي زموږ ولس له هر نوعه پرمختګ څخه بې برخي وي او د نوي نسل دوې لسيزي د ژوند مو هم په جګړه کي وي، نو د استخباراتو اوږدې اهدافي پالېسۍ همدا وي، چي څنګه له وزګارۍ د جګړې په کرښه کي استفاده وکړو او د دې فورمول تر ټولو ډېر موږ قربانيان يو، چي کله مو وزګاره ځوانان د سوريې په جګړه کي پيدا سي او کله د پاک هند په جګړه کي افغان الاصل پښتانه وي. دلته که زراعت، صنعت او يا د اوسني عصر سره سم هر څه وای، زده کړه ييز چاپېريال موجود وای او د تربګنۍ اور دې غربت نه وای خپور کړی، موږ او زموږ د وطن ځوان کهول به ولي جګړې ته مخه کول. زه يې ښکاره بېلګه زما د وطن په هر کلي کي وينم، چي د وزګارۍ له وجه د مځکي پر پټي، د وړو وړو قبيلو په نومونو او يا هم د کلي په عادي مسايلو يو د بل سره بد کوي او وروستۍ حد د جګړې په دواړو کرښو کي ځان جذبوي، موږ هغه لومړنی هيواد يو، چي جګړه کوونکي بغير له هر څه په هر وخت کي ځان د جګړې لپاره د اسلام او وطن په نامه سوق کوي، زما زياتره ټولګيوال يا عسکر سول او يا يې د طالب په نامه د اسلام لپاره(!) جګړه پيل کړه، ولي حقيقت يې د کلي له تربګنۍ څخه پيل دی، چي تربګني غوندي واړه افکار يوازي د بېسوادۍ او وزګارۍ له امله په ټولنه کي ترويجېږي. حکومتونه مو ښکاره پالېسۍ نه لري او دلته په ميلياردونو راغلو ډالرو څخه د صنعت او زراعت په برخه کي پايداره پروژې نه سوې تطبيق، چي اوس هر څومره متاثره يو، يوازي بې کاري ده او د دې مخنيوی د حکومتونو دنده ده.

ځوان لیکوال محب هوتک

بېکاري، یا وزګارتیا هغه حالت ته ویل کېږي چي په هغه کي کارګر د کار کولو توان او علاقه لري، خو نه سي کولای چي په عمل کي دغه وړتيا نه سي ثابتولای، البته نه ثابتېدل یې څو لا ملونه لري: لومړی د دولت له لوري د کار زمینه سازي په سم ډول نه وي، دوهم د فساد او رشوت شتون او درېیم د اهل کسانو ناسمه ټاکنه، د پورته لاملونو له امله بېکاري رامنځ ته کېږي چي په ټولنه کي پر هري برخي منفي تاثیرات اچوي، خو پر امنیت یې تر ټولو زیات منفي تاثیرات لوېږي، کله چي کارګر شخص د بېکارۍ سره مخ کېږي، نو د یاد شخص څخه بیا هم کورنۍ د ژوند حاجتونه پوره کول غواړي، ځکه د کور مشر وي او مسؤلیت ور د غاړي وي، نو دی د ضرورتونو د رفع کولو لپاره ډول ډول منفي لاري او فکرونه په کار اچوي چي د غلا، انسان تښتونه، قاچاق او د دولت مخالف لوري سره د څو پیسو په بدل کي درېدل، ځکه نومړی شخص مجبور کېږي چي غلا وکړي او خپلو اولادونه ته ډوډۍ په پیدا کړي، که غلا ونه کړي انسان تښتوني لاره غوره کوي، ځکه دی فکر کوي چي څنګه پیسې پیدا کړم او یا به د دولت د مخالف لوري سره درېږي، تر څو د پیسو په بدل کي د دولت ضد فعالیتونه ترسره کړي. بېکاري په ټولنه کي د جرایمو د زیاتېدو تر ټولو لوی لامل دی. په هره اندازه چی بېکاري زیاتېږي په هماغه کچه جرمونه هم ترسره کېږي. نو ویلای سو چي په هیواد کي د یو ښه امنیت درلودلو لپاره د بېکارۍ له منځه وړل تر ټولو مهم او اړین دي چي باید په دې برخه کي ترسره سي.

احمدشاه نظري مدني فعال – زابل

وزګارتیا (بېکاري) د هیواد پر امنیتي حالت ډېر منفي او ناوړه آغېز لري، ځکه که چېري څوک په کار باندي مصروف وي، د هر ډول منفي غیرانساني او داسي کارونو څخه چي ځان او ټولني ته په کښي تاوان رسېږي ذهن کنټرول او د غوره راتلونکي پر لور سوق وي او که چېري یو کس وزګار وي، نو باید ووایم چي برعکس باید ووایم د انسان ذهن پورتنیو ناوړه کارونو ته د شیطان په مرسته رجوع کوي، چي پایلي یې موږ او تاسو ته تر لمر روښانه څرګندي دي.

عبدالجبار نوميال یو تن ځوان

بې کاري یا وزګاریتا هغه بدبخته پديده ده چي له امله یې شخصیتونه او دولتونه بدبخته کېږي. زموږ او ستاسو په هیواد کي یې په ښکاره وینو، چي په دې بدبخته رنځ تر ډېره حده ځوانه طبقه اخته ده. په هیواد کي چي بېکاري اوج ته رسېدلې ده، نو ډېر ځوانان په ډول ډول غیرمشروع لارو او کارونه لاس پوري کوي: لکه غلا، رشوت، اختلاس انسان تښتونه او بیا د هغه په بدل کي نغدي پیسې غوښتل، دا هغه څه دي چي تر ډېره حده له بېکارۍ او له مجبوریت څخه رامنځ ته کېږي، خو بدبختانه باید ووایو چي نو مو دولت په دې توانېدلی دی چي یادي چاري ته په پوره ډول لاس رسی وکړي او نه هم په ملي تجارانو کي دغه ذهنيت چي باید فابریکې جوړي، تر څو د بېکارۍ ريښې وخېږي، دا سمه ده چي امنیت به خراب وي، خو دوی باید داسي چاري ولټوي چي په هغه کي د بېکارۍ ستونزه حل کېږي، نو هم به زموږ ډېری ځوانان او خلک پر کار سي او هم به د امنیت په ښه والي کي پر مختګ راسي، دا یوازي د دولت وجیبه نه ده چي د امنیت په راوستلو کي منډي ووهي، دا زموږ یعني د ملت هم وجیبه ده چي په یاده برخه کي مرسته وکړو.

حبیب الله ذکي يو تن استاد

افغانستان هغه هیواد دی چي په میلیونونو ځوانان یې د بېکارۍ له رنځه دردېږي، هغوی له سهاره تر ماښامه د کار په لټه کي تر کوره مایوسه ستنېږي. د دې ځوانانو له ډلي ډېر یې د بېکارۍ څخه په نشه یي توکو روږدي سوي، چي په ټولنه کي د ناراحتیو، سرخوږيو، غلاوو، د امنیت او ژوند ګواښلو لامل بلل کېږي. له دې برخي یې ځیني د همدې بې روزګارۍ له امله اروپا ته د بې قانونه کډوالۍ پر مهال په سمندرونو کي د ماهيانو خوراک سوي. دا چي بې روزګاري د هیواد پر روان وضعیت او امنیت باندي ناوړه آغېز شیندي، همدا وجه ده چي د هیواد ټول وګړي په یو ډول ناخوندي چاپېریال کي د ژوند ورځي شپي سبا کوي. د هیواد روان امنیتي حالت د ملي سوداګرو او پانګوالو په زړونو کي هم وېره کرلې، ډېرو یې د هیواد په بېلابېلو برخو کي خپل کارخوني تړلي، چي له وجهي یې ډېری ځوانان بې روزګاره سوي. اړتیا ده چي ملي پانګوال د بې روزګارۍ په ختمولو کي مرسته وکړي او پرې نه ږدي چي د وطن ګلالي ځوانان پردي ملکونو کي خپل خوږ ژوند د کار په لټه کي دلاسه ورکړي، دولت هم اړ دی چي په هیواد کي د بېکارۍ د ختمولو په پار آغېزمني هڅي وکړي، اوږدمهاله پروژې پلي کړي او د دې حقیقت په درک سره چي هیواد مو یو زراعتي هیواد دی، په بېلابېلو سیمو کي د اوبو بندونه ورغول سي او له دې لاري د وطن بيساري شاړي ځمکي آبادي او ځوانانو ته کاري فرصتونه برابر سي، په دې سره به د بې روزګارۍ کچه راټیټه سوې وي او د هیواد امنیتي حالت به سمي خوا ته روان سوی وي.


ټاټوبی او خلک
t