سپينه به سره وایو، ګن‌‌‌‌‌‌ډلې شون‌‌‌‌‌‌ډې

سپينه به سره وایو، ګن‌‌‌‌‌‌ډلې شون‌‌‌‌‌‌ډې

که په حقه نه یم نو د غوسې یا نام‌ؤدبو کمېټونو پرځای راسره منطقي بحث وکړئ.
له نن سهار راهیسې پر فېسبوک ولسي جرګې ته د هغو کاندیدو مېرمنو د ګن‌‌‌‌‌‌ډلو شون‌‌‌‌‌‌‌ډو تصویرونه وینم، چې د اعتراض په توګه یې ترسره کړ. دا منم، چې د دغه ‌‌‌‌‌‌ډلې د ځينو مېرمنو حقونه به ترپښو لاندې شوي وي او بېعدالتي به ورسره شوي وي، درد لري او د حق غوښتنې لپاره ټينګ دریځ غوره کوي، خو د دوی په څېر یو شمېر کاندیدو نارینه وو حقونه هم خوړل شوي دي. دا یوازې د ولسي جرګې د کاندیدانو نه بلکې د ‌‌‌‌‌‌زرګونو هغو کسانو حقونه تر پښو لاندې شوي دي، چې نه واسطه لري، نه پيسې او په داسې یوه هېواد لکه افغانستان کې اوسي. دا ناوړه پدیده له بده مرغه د ښاغلی کرزي د حکومت له پيل سره سمه پيل او ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو ده او دا مهال یې مهار کول هم آسان کار نه دي. د ځينو کسانو حق غوښتنه د ټوپک په ژبه ځوابېږي او ځينې اړ وځي چې خپله لار ونیسي، ځکه عزت یې ورته مهم دی او پوهېږي، چې په دې هېواد کې عدالت غوښتنه ممکنه نه ده.
له دې سره غواړم یادونه وکړم، چې زه خپله یوه مور او مېرمن یم، خوېندې دې له ما نه خپه کېږي، که وایم، چې مونږ انسانان څنګه د پيسو لپاره د ځان خوږ ته تیار یو، خو څومره به ښه وای، د هغو میندو د زړه ټپونه مو وګن‌‌‌‌‌‌ډلي وی، چې خپلې د زړه ټوټې په جګړه او حملو کې له لاسه ورکوي.
که دتحصن د خېمې متعرضو خویندو د دوشنبې ورځې د پېښې پر وړاندې داسې اعتراض کړی وی، باوري یم، چې زما په ګ‌‌‌‌‌‌ډون به زرګونو هېوادوالو د دوی د همدردۍ او غمرازۍ د دغه عمل پروړاندې د احترام سرټيټ کړی وه. ځکه که د ولس استازیتوب وي، نو باید یې په دې ‌‌‌‌‌‌ډول په عمل کې څرګنده کړو، چې د ولس رښتینی استازیتوب دې ته وایي او دا به د نارینه استازیو پر وړاندې هم یوه ننګونه وی.
بل لورته که زه درې میاشتنی اعتراض وکړم، په یخنۍ او ګرمۍ کې بهر او تر خیمې لاندې شپې او ورځې تېرې کړم، دوړې، خاورې او د زرګونو موڼرونو د تېلو دودونه تنفس کړم، نو والله کې داسې وزن واخلم او یا داسې صحتمنده اوسم. 

صالحه اسحاقزۍ خالقي



ګنډلې شونډې
t