د سولي لوی خنډ څه دی؟ / عزت الله ذکي

د سولي لوی خنډ څه دی؟ / عزت الله ذکي

عزت الله ذکي

په قطر کي د افغان سولي آړوند اووم پړاو مذاکرات برخلیک ټاکونکي دي.

که آمریکا پر خپلو ژمنو ودرېږي، نو په همدې پړاو کي به د بهرنیو ځواکونو د وتلو مهالوېش وټاکل سي او طالبان به تضمین ورکړي، چي افغان خاوره به د چا پر ضد نه کارول کېږي. آټکل دی، چي د بهرنیو ځواکونو د وتلو د مهالوېش له اعلان سره به اوربند هم اعلان سي، خو د حکومت سره د طالبانو د خبرو شرط به ونه منل سي.

طالبان به غوره وګڼي، چي له سیاستوالو او سیاسي ګوندونو سره خبرو ته دوام ورکړي او ددې شونتیا هم سته، چي طالبان د یو بې طرفه او لنډمهاله حکومت سره خبري ومني او په‌دې سره دا ستونزه هم حل سي.

د سولي زېري ته افغانانو ډېر زيات انتظار کړی دی، افغانانو د سولي د هر ډول هڅو ملاتړ کوي او له ټولو ښکېلو غاړو غواړي، چي د افغانستان وضعیت په درک کولو سره د داسي روغي جوړي په لټه کي سي، چي د دایمي ثبات عامل سي.

د قطر اووم پړاو مذاکرات به بین الافغاني خبرو ته مستقیمه زمینه برابره کړي. آمریکا باید په افغانستان کي د سولي لپاره د هڅو ژمني ترسره کړي، داسي هڅي چي وروستۍ لاسته راوړني په اوبو لاهو نه کړي.

د سولي په مذاکراتو کي باید په افغانستان معامله ونه سي، که طالبان له افغان حکومت سره خبرو ته لېوالتیا وښيي، نو په خبرو کي ګډونوال آمریکايي ډیپلوماتان هم ښايي لېوال وي، چي دا ځل خپل وروستی چانس وازمایي او هغه دا چي له افغانستانه د آمریکايي ځواکونو د وتلو یو موقت مهالوېش وروښيي.

طالبان تراوسه هم رسماً ډاډه نه دي، چي په سیاسي پروسه کي د ګډون په صورت کي دوی څه ډول حکومت په پام کي لري، خو په هغه اساسي قانون کي چي دې ډلي د خپلي واکمنۍ پرمهال د هغه مسوده برابره کړې وه، په دې اړه چي دوی قدرت او حکومت ته په کوم نظر ګوري، ځیني نښي نښانې سته.

دا چي طالبان څه ډول یو نظام غواړي؟ په دې آړه یوه ۱۴ مخیزه مسوده ترلاسه سوې، چي ښيي طالبان غواړي د خپلي واکمنۍ اساسي قانون په لږ تغير سره بياځلي پر افغانانو پلی کړي.

له دې مسودې څخه د یو څه پرمختګ څرک ښکاري، خو په ورته وخت کي د طالبانو په ډله کي د ښځو د تعلیم، عدالت او له لږکیو سره د نرمۍ په اړه تناقض هم په ډاګه کوي.

په دې مسوده کي ځیني خبري لکه: د نجونو تعلیم ځنډول سوي، دا ددې لپاره چي له کورني مخالفت څخه ډډه وسي، طالبانو ته نږدې سرچينې وايي، دا مسئله اوس هم سته او د افغان دولت سره چي ښځو ته د تعلیم حق ورکوي، د سولې خبرو په وړاندي هم لوی خنډ دی.

ددې چارواکو له ډلي یو هم د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د عدليې وزارت مرستیال جمال الدین شینواری دی، چي اوس هم د طالبانو سره آړیکي لري او وايي، طالبان له آمارت پرته بل څه نه غواړي او د ډیموکراسۍ ضد دي. دی وايي، که د طالبانو سیاسي مشران نرمي وښيي، نو د جګړې قوماندانان د سرو کرښو په آړه پرېکړه کوي.

هاخوا پاکستاني چارواکي هیله څرګندوي، چي د عمران خان او د آمريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ترمنځ به ځیني ستونزي هواري سي او د پاکستان لومړی وزیر به د افغان مسئلې په تړاو د آمريکا سره هم خپل نظر شریک کړي.

دا وروسته له هغه چي ډونالډ ټرمپ پر پاکستان سختي نیوکي وکړې او ویې ویل، چي دغه هيواد له ترهګرۍ سره په مبارزه کي دوه مخی سیاست کوي، لومړی ځل دی، چي د پاکستان لومړی وزیر د آمریکا له ولسمشر سره ګوري.

د سیمي په امنیت کي د پاکستان د مهم رول له کبله آمریکا هم ددغه هيواد څخه پرلپسې غوښتي وکړې، چي مثبت رول دي ولوبوي، خو د ځینو کارپوهانو په وینا پاکستان اوس هم په سيمه کي د طالبانو پناهځایونه لري او د رښتيني سولي لپاره دغه سوال زیات مهم دی.

د پاکستان پخواني سناتور آفراسیاب خټک ويلي، پاکستان ته پکار ده چي اوس رښتيني هڅي وکړي، ځکه دا پخپله د پاکستان په ګټه ده. نوموړی زياتوي، چي پاکستان په خپله خاوره کي د طالبانو د پټنځايونو په ختمولو سره په افغانستان کي د سولي پروسې سره رښتينې مرسته کولای سي.

په افغانستان کي سوله د سيمي او په ځانګړې توګه د پاکستان لپاره ډېره مهمه او حياتي ده او که دغه هيواد په دې برخه کي رښتيني هڅي وکړي، نو ټوله سيمه به په آمن او د تاوتريخوالي له شره خوندي وي.


خنډ سوله صلح ليکني او ژباړي
t