لغمان کې د ځنګلونو د ساتنې او پراختیا په موخه غونډه وشوه

لغمان کې د ځنګلونو د ساتنې او پراختیا په موخه غونډه وشوه

د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا د ځنګلونو او طبیعي سرچینو د ساتنې، رغونې او پراختیا په موخه ددې ولایت له سیمه ییزو چارواکو، قومي مشرانو او سپین ږیرو سره غونډه او خبرې اترې وشوې.

په دې غونډه کې، چې د لغمان د کرنې رییس انجنیر محمد جمیل خوشحال، قومي مشرانو، بزګران او مالداران ګډون درلود.

 د لغمان د کرنې رییس انجنیر محمد جمیل خوشحال وویل:

«د ځنګلونو او طبیعي سرچینو د اساسي او مهمو ستونزو د هوارولو په پار زموږ دغه غونډه د ارزښت وړ دی ځکه په ګډه کولای شو، چې د خپلو ځنګلونو او طبعي سرچینو ښه ساتنه او پالنه وکړو.»

ښاغلی خوشحال زیاته کړه، چې ځنګلونه ملي شتمني ده او باید د ځنګلونو ساتنې، بیارغونې او د نوو ځنګلونو ایجادولو په پار ځانګړې پاملرنه ووشي.

ښاغلي خوشحال د سیمې اوسیدنکي وهڅول ترڅو پخپلو سیمو کې د ځنګلونو او دولتي ملکیتونو ساتنه وکړي او له هغوی څخه په قانوني توګه ګټه پورته کړي.

په غونډه کې ګډونوالو د ځنګلونو د ساتنې او رغونې په برخه کې د هر اړخیزو همکاریو ډاډ ورکړ.

د لغمان دکرنې ریاست د طبیعي سرچینو د بیارغونې او ساتنې په موخه هڅې کړندې کړې او دا لړۍ په روانه وي.



t