کوټ کې په ۱۲ میلیونه افغانیو استنادي دیوال جوړیږي

کوټ کې په ۱۲ میلیونه افغانیو استنادي دیوال جوړیږي

د ننګرهار ولایت کوټ ولسوالۍ په کوز باره خیلو سیمه کې د کلیو پراختیا او بیارغونې ادارې د سیمه ییزو برنامو د همغږۍ پروګرام له لورې د ۱۲،۳۰۰،۱۸۶ افغانیو په لګښت د۷۸۱ متره په اوږدوالي د یوه استنادی دیوال د جوړیدو چارې پيل شوې ،چې د ۶ میاشتو په موده کې به پای ته ورسیږي .
د ننګرهار ولایت د رسنیز دفتر د خبرپاڼې له مخې د یاد استنادي دیوال په جوړیدو سره به زر جریبه کرنیزه ځمکه د سیلابونو له ګواښ څخه وژغورل شي.



t