په لاس دګلمانو اوبدل؛ راستنو شویو کډوالو ته په ښه عاید بدل شوی

په لاس دګلمانو اوبدل؛ راستنو شویو کډوالو ته په ښه عاید بدل شوی

دلغمان ولایت د کلیو د بيا رغونې او پراختيا رئيس امان الله مياخېل د معلوماتو له مخې چې د کليوالو ښځو د اقتصادي پياوړتيا پروګرام د تېر يو کال راهيسې په مرکز مهترلام او قرغيو ولسوالۍ کې فعاليت کوي.
هغه وایي د دغه پروګرام له لارې۳۷۰ ګډوالو او بېرته رستنېدوونکو کورنېو ته د غالۍ اوبدلو کارګاه وې او خام مواد ورکړل شوي وو، چې اوبدوونکو کورنېو د غالېو توليد ترڅنګ ۱۲ متره مربع مختلف السيز ګلمان د مارکېټ د غوښتنو سره سم په ښه کيفيت توليد او په مناسب قېمت سره په مارکېټ کې پلورل شوي.
مياخېل وايي هڅه کوي، چې نورو راستانه شوو ګډوالو کورنېو ته هم دې ته ورته د غالېو اوبدلو زمينه برابره کړي.
په ورته مهال د غالېو اوبدلو کورنېو د کليو د بيا رغونې او پراختيا رئيس انجنير امان الله مياخېل څخه مننه وکړه، چې بېرته راستانه شوو کډوالو کورنېو ته ځانګړې پاملرنه کوي.
هغوی غوښتنه کوي، چې په راتلوونکي کې ورته د نورو کوچنيو کاروبارونو زمينه هم برابره شي، ترڅو دوی د خپلو کورنېو ستونزې له دې لارې راکمې کړي.



t