د لېسې ماشومو زده کوونکو پخپل لاس قرآنکریم خطاطي کړی

د لېسې ماشومو زده کوونکو پخپل لاس قرآنکریم خطاطي کړی

د هران ملکه جلاليې لیسې زده کوونکو له لوري په لاس لیکل شوي قرآن عظیم الشان مخکتنې سره سم د دې لیسې آمره، استادان او زده کوونکي د هرات والي له لوري وستایل شوه .
دغه قرآنکریم د دې لیسې د دیرلسو زده کوونکو له لوري د پنځو میاشتو په موده په لاس لیکل شوی .
هرات والي عبدالقیوم رحیمي دغه با استعداده او زیار ایستونکي استادان او زد کوونکي تشویق او وهڅولې او د هغوی دغه اقدام يې وستایه.
د ملکه جلاليې لیسې آمرې او د هرات پوهنې رئیس ښاغلي ازهد هم د دغه زده کوونکوله هڅو او کوښښنوڅخه مننه او قدرداني وکړه .
دغه قرآن کریم ۶۱۰ پاڼې لري چې په عربي خط لیکل شوی او په مختلفو رنګونوسره ښکلی شوی دی.
د دي الاهي کلام د لیکلوچارې د استاد میرولي احمد صبري په لارښوونه د ملکه جلاليې لیسې زده کوونکو په هڅه او زیار سره ترسره شوي دي .
دا دوهم قرآنکریم دی چې هرات کې د ښوونځیو د زده کوونکو او خطاطۍ هنر استادانو له لوري په لاس لیکل کیږي.




t