د خپلواکۍ د ۱۰۰ مې کلیزې په ویاړ د حکومت له لورې ځینې جالبې برنامې

د خپلواکۍ د ۱۰۰ مې کلیزې په ویاړ د حکومت له لورې ځینې جالبې برنامې

د خپلواکۍ د ۱۰۰ مې کلیزې په ویاړ حکومت په ټول هېواد کې ۱۲۴ مختلفې برنامې تر لاس لاندې نيولي چې ځینې یې ډیرې جالبې دي تاسو سره ددې برنامو ځینې جالبې شریکوم:

۱ـ اور لوبې: په کابل او د زونونو په مرکزونو کې به له دریو تر پینځو شپو د ملي امنیتي ځواکونو له لورې د اورلوبو په زړه پورې نندارې وړاندې شي.

۲ـ د حج او اوقافو وزارت په مرسته به د ۱۵۰ میلونه افغانیو په ارزښت د قرانکریم نسخې چاپ شي او په مساجدو کې به تقسیم شي.

۳ـ ټولې دولتي ادارې یا د اداراتو یوه برخه به د ملي بیرغ او د خپلواکۍ د ۱۰۰ مې کلیزې په لوګو مزینه شي.

۴ـ ملي تخفیف: په ټولو دولتي خدماتو(برښنا، اوبه، ترانسپورټ) کې به ۲۸ فیصده تخفیف راشي، په خصوصي سکتور هم کار روان دی چې په دې تخفیف کې ونډه واخلي.

۵ـ ټول افغاني تولیدي شرکتونه به په خپلو تولیداتو د خپلواکۍ د سلمې کلیزې لوګو چاپوي.

۶ـ د زمري په ۲۸ مه چې هر ماشوم زیږيږي نو د حکومت له لورې به ډالۍ ورکول کېږي.

۷ـ ټولې مخابراتي شبکې به د زمرې له لومړۍ تر وروستۍ نېټې د یوې میاشتې لپاره هر مشتري ته ۱۰۰ دقیقې وړیا اړيکې، سل پېغامونه او ۱۰۰ ام بي انټرنیټ ورکوي.

۸ـ که چا په خپل موټر ملي بیرغ او د سلمې کلیزې لوګو نصب کړي وي نو د تېلو پمپونه به له یوې تر دوو افغانیو په هر لېټر تېلو کې ورسره تخفیف کوي.

۹ـ د داخلي شرکتونو ټولې الوتکې به د سلمې کلیزې په لوګو ښکلې کېږي.

۱۰ـ د یوې میاشتې لپاره به د ټولو ټیلفون کاروونکو په (کال رنګ ټونز) باندې ملي سندرې یا د ۱۰۰ مې کلیزې مبارکي ورکول کېږي.

۱۱ـ د یوې اونۍ لپاره د ملي او خصوصي تلویزونونو خپرونې د خپلواکۍ سلمې کلیزې ته ځانګړې وي.

۱۲ـ ممکن د یوې اونۍ لپاره د ګوګل فارمټ د افغانستان په درې رنګ بیرغ او سمبول په شکل ډیزاین شي.

۱۳ـ د ولسمشر له لورې به د نړۍ مهمو شخصیتونو ته د افغانستان د خپلو تولیداتو صندوق (پکیج) د ډالۍ په توګه واستول شي.

۱۴ـ په ټولو ولایتونو کې به د کاغذ باد (ګوډي پران) لوبې او میلې تر سره شي.

۱۵ـ په ټولو ولایتونو کې به هوا ته د پوکاڼیو خوشې کولو مېله تر سره شي.

۱۶ـ د خلیفه برج(دوبۍ) او ایفل ټاور(فرانسه) به د خپلواکۍ د ۱۰۰ مې کلیزې په ورځ د افغانستان په بیرغ ښکلې شي.

۱۷ـ ټول دولتی ویبسایټونه او ټولنیزې رسنۍ به د بیرغ په رنګ او د سلمې کلیزې لوګو ښکلې شي.

۱۸ـ په ټولو ولایتونو کې به د محلي لوبو او اتڼ نندارې وړاندې شي.

۱۹ـ د ښارونو اکثر څلور لارې به چراغان او په ګلونو وپوښل شي.

۲۰ـ د ښارونو ټول دوکانونه به په ملي بیرغونو ښکلې شي.

د یادونې وړ ده چې دا له ۱۲۴ برنامو را اخېستل شوي دی، په دې برنامو کې علمي سیمنارونه، د تاریخي ځایونو تزئین او جوړول، د جوماتونو جوړول، د سلمې کلیزې په ویاړ مستند فلمونه او نورې ډېرې برنامې شاملې دي.

بابکرخيل



t