علامه حمیدالدین فراهي

علامه حمیدالدین فراهي

یادون:

ما د دې ورکې افغان هستې کورنۍ په اړه د ف فاران صیب په یادونه څیړنه پیل کړه د هند تر اترپردیش ورسیدم په سختو خواریو مې دا کورنۍ،د هغه علم، شهرت،خدمت،نامتو شاګردانو او کتابونو نومونه پیدا کړل چې نږدې دوه نیمې پیړۍ وړاندې د هېواد له فراه ولایت هند ته تللې وه ،نو که غواړئ چې لږه لږه برخه ژباړه یې درسره شریکه کړم ـ

لومړۍ برخه.

علامه حمیدالدین فراهي( ۱۸ نومبر ۱۸۶۳ کې په پهریها،اعظم ګړ،اترپردیش،هندوستان کې زوکړی او ۱۱ نومبر ۱۹۳۰ کې ومړ) هغه یو هندوستانی اسلامي عالم و چې د قرآن د نظم تصور په اړه پخپل کار کې مشهور و.

هغه په دې مفکوره د علمي کار په لاسته راوړنو کې مهمه ونډه ترسره کوله چې د قرآن ایتونه سره داسې تړلي دي چې د هر سوره یا څپرکي قاعده یو مزبوت جوړښت رامنځته کوي چې دا یې خپله مرکزي موضوع ده او هغه به umood ” عمود” ورته ویل.

هغه له قرآن مجید خپله مقاله یا تفسیر لیکل هم پیل کړل چې ۱۹۳۰ کې د هغه په مړینه نیمګړي پاتې شول.

مقدمه یا پیژندګلوي د نظم القرآن په اصولو یو مهم کار دی.

ـ د علامه فراهي کارونه او خدمتونه:

. مفردات القرآن( د قرآن الفاظ)

. اسالیب القرآن ( د قرآن کریم آسلوب)

.جمهره البلاغه

. ایمان فی اقسام القرآن( د قرآن مجید مطالعه).

. نظام القرآن ( قرآن کې نظم یا مرسته ـ قرآن پیژندنه)

او وتلی مسلکي او متخصص شیخ القرآن و ـ

د علامه حمیدالدین ژوند او خدمت:

علامه فراهي د جنوبي اسیا یو لوړرتبه څیړونکی او مفسر و

د قرآن د نظم فلسفه او د سورتونو او آیتونو په ربط کې د خپل ګران بیه څیړنو لپاره مشهور او منلی و .

هغه په خپلو څېړنو ثابته کړه چې د قرآن مجید آیتونه او سورتونه خپلو کې ټینګ پیوند او منضبط دي ټول الهي کتاب منظم او مربوط کلام دی.

د هر سورت یوه مرکزي موضوع وي چې ګیرچاپیره ترې ټول آیتونه څرخیږي چې موږ یې د سورت د ” عمود” په نوم پیژنو ـ

امام حمیدالدین فراهي د اسلام د نوي دور لومړنی عالم و دا بیله خبره ده چې فراهي یوازې عام خلک نه بلکې د دین له شالید خبر او لوستي خلک هم نه پیژني.

د فراهي په اړه دا حقیقت علامه شبلي نعماني داسې بیان کړی دی چې:

عام قیاس دا دی چې د کمال خاوند په هیڅ حالت کې نه شي ګمنامیدی، حمیدالدین له دې اصولو د استثنا یو مهم مثال دی ـ

د فراهي مقام او مرتبه څه وه،دې لپاره موږ د سید سلیمان ندوي هغه الفاظ رانقلوو چې د فراهي په مړینه یې ولیکل:

“…د دې وخت ابن تیمیه په ۱۱ نومبر ۱۹۳۰ ( ۱۹ جمادی الثانی ۱۳۴۹ ھ) کې له دې نړۍ وکوچید هغه چې د فضل و کمال بیلګه به یې راتلونکې اسلامي نړۍ کې د پیدا کیدو هیله نه لرو، د هغه ختیځ او لویدیځ جامعیت د اوسني دور معجزه وه،د عربي یوازینی فاضل،له انګلیسي فارغ التحصیل،د زهد و ورع انځور، د فضل و کمال مجسمه،د فارسي بلبل،د عربي ګرایمر استاد،یو ځانګړی او مفرد شخصیت،خو

یوه نړۍ پوهه درلودونکی! یوه نړۍ معرفت! یو کاینات عالم،یو بې نوا سلطان هنر،په ادبي علومو کې ځانګړی،د عربي علومو خزانه،د عقلي علومو ناقد،د دیني علومو ماهر،د علوم القرآن واقف اسرار، د قرآن پاک دانائی رموز، د نړۍ له دولت بې نیاز، د دنیا له خاوندانو مستغني،د انسانانو له رد او منلو او خلکو له ستاینو او توصیف بې پروا، د علم معتکف او د خپلې نړۍ واکمن او پاچا ـ داسې هستي چې پوره دیرش کاله یې د پوره قرآن پاک او یوازې د قرآن پاک په فهم و تدبر او درس و تعلیم کې ورک و ،له هر څه بې ګانه او کار شغل سره نا اشنا و

افسوس چې د هغه علم د هغه له سینې په سفینه کې ډیر لږ ولیږدول شو….

دا هستي راغله او ولاړه ،خو نړۍ یې په قدر او اهمیت پوهه نه شوه ویې نه پیژانده او د هغه له فضل و کمال له معرفت نا آشنا پاتې شوه ـ “

( سید سلیمان ندوي،یاد رفتګان۱۲۴)

ادامه لري …

شفيع الله تاند




t