له لوبډلې څخه د شهزاد د ویستلو مسئله څنګه وه؟

له لوبډلې څخه د شهزاد د ویستلو مسئله څنګه وه؟

جعفر هاند

له څو لوبغاړو څخه مې په شخصي ډول د شهزاد د فټنس او له لوبډلې څخه د لېرې کېدو په اړه پوښتنې وکړې.

یوه راته وویل شهزاد بیخي فټ نه و (موږ به چې ورته لږه ټيته ترو( توپ اچول)، غالمغال به یې شروع کړ چې توپ لوړ اچوی، زما زنګون خوږیږي نشم ټېټېدی.)

 بل لوبغاړي راته وویل چې تل به یې بل اینډ کې بیتسمین ته ویل( کوښښ مکوه چې یوه او دوې منډې راته واخلي، زنګون مې خوږیږي منډې نشم وهلې.)

بل راته وویل (هغه رښتیا هم ژوبل و، لوبه یې نشوه کولې، خو بدلول یې ځکه ضرور و چې کیپر و او موږ بل کیپر ته ضرورت درلوده.)

خو، شهزاد محمدي په کابل کې خبریالانو ته وویل چې رک روغ دی او له لوبډلې په ناحقه ویستل شویدی.

د نورو خبرو تر څنګ یې دا هم وویل (کپتان ته ورغلم او ورته مې وویل، چې ما مه لیږه، واړه واړه بچي مې دي…. )

شهزاد د خپل زړه خبره مطبوعاتو ته وکړه، خو د ځینو په بارو دا خبره هم جوته شوه چې شهزاد په دې ډېر خواشینی و چې د نړیوال جام (مالي امتیازات) یې له لاسه ووتل.

 ما ته دا هم وویل شول شهزاد چې کله کابل ته روانېده، د خپلو لوبو د مالي امتیازاتو، سفر د خرچې او نورو مسایلو او حساب او کتاب تصفیه یې غوښته، ته وا دا یې اخري لوبه او اخري سفر دی.

دا لړۍ روانه ده::::::



t