ټاکنو کمېسيون د ولسمشرۍ ټاکنو په تړاو ګډه امنیتي غونډه جوړه کړه 

ټاکنو کمېسيون د ولسمشرۍ ټاکنو په تړاو ګډه امنیتي غونډه جوړه کړه 

ټاکنو خپلواک کمېسیون د ۱۳۹۸ لمریز کال د تلې د شپږمې نېتې د ولسمشرۍ ټاکنو په تړاو، له اړوندو امنیتي او د ټاکنو اړوندو ښکېلو ارګانونو سره، د همغږۍ ګډه امنیتي ناسته ترسره کړه.

په پېل کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشرې مېرمن حواعلم نورستانۍ ګډونوالو ته د ښه راغلاست په ترڅ کې د کندهار ولایت د معروف ولسوالې او د کابل ښار د وروستېو پېښو شهیدانو ارواحو ته دعا وکړه او د امنیتي ځواکونو له همکاریو څخه یې مننه وکړه او زیاته یې کړه:

 «د ټاکنو ترسره کول د ټولو ګډه ملي دنده ده؛ نو موږ باید یوځای سره کار وکړو څو دغه ملي پروسه په بریالې توکه سرته ورسوو او په پای کې د الله ج له دربار څخه په هېواد کې د سراسري سولې غوښتنه وکړه.»

همداراز د دغه کمېسیون منشي او غړي ښاغلي مسافر قوقندي هم په خپل وار د امنیتي ارګانونو له همکارې مننه وکړه او د حساسو توکو په وخت سره د لېږد په برخه کې يې ټینګار وکړ.

همداشان د دارالانشاء عملیاتي مرستیال ښاغلي داکتر محمد عثمان فروتن د ۱۳۹۸ کال د رایه ورکوونکو د تقویتي نوم ثبتونې او د غزني ولایت د رای ورکوونکو د بهیر د خنډونو او پرمختګونو په اړه معلومات ورکړه او زیاته يې کړه:

«د نوم ثبتونې د توکو راټولول د چنګاښ له اتمې نېټې پېل او د چنګاښ تر پېنځلسمې نېټې پورې به دوام ومومي. ښاغلي فروتن وویل، تر دې دمه د ۳۶۴ مرکزونو توکي له مرکزونو څخه ولایتي دفترونه ته راوړل شوي دي او هیله مندیم پلانونو سره سم دا بهیر بشپړ شي .»

همدارنګه امنیتي مسوولینو د ۱۳۹۸ کال د ولسمشریزو ټاکنو د ترسره کولو په هکله د خپل ملاتړ ژمنه وکړه او د رایه ورکوونکو د تقویتي نوم ثبتونې د حساسو توکو د لېږد په اړه يې خپل معلومات له ګډونوالو سره شریک کړه.

د یادولو وړ ده چې دغه غونډه د ۱۳۹۸ کال د چنګاښ په دولسمه نېټه د دغه کمېسیون د مشرې مېرمن حواعلم نورستانۍ، منشي ښاغلي مسافر قوقندي، غړي ښاغلي محمد حنیف دانشیار، نړېوالوغړو، د دارالانشاء مرستیالانو، د نړېوالو ځواکونو، امنیتي او د ټاکنو اړوندو ښکېلو ارګانونو د استازو په ګډون د دغه کمېسیون د رسنیو په مرکز کې ترسره شوه.




t