هلمند: د شفتالو په حاصلاتو کې زياتوالی راغلی

هلمند: د شفتالو په حاصلاتو کې زياتوالی راغلی

د هلمند د کرنې رياست مسؤلين وايي، د دغه ولايت شفتالو چې اوس يې د پخېدو موسم تر نورو کلونو پکې ډېروالی راغلی دی.

د ياد رياست د پلان او برنامو مسؤل رفيع الله قلم د معلوماتو له مخې هلمند کې په ۱۰۳ هکتاره ځمکه کې د شفتالو بڼونه جوړ شوي دي چې پر في هکتار د ۱۶ ټنه حاصلاتو اټکل شوی دی.

هغه وايي، سږکال په هلمند کې د شفتالو په حاصلاتو کې د تیر کال په پرتله زیاتوالی راغلی دی.

سره له دې چې هلمند په کرنيزه برخه پام وړ حاصلات لري، خو د مارکېټ نشتون د دغه ولايت کروندګرو لپاره لويه ننګونه ده.



t