ماشوم ته شيدې ورکول د مور او زوی صحت تضمينوي

ماشوم ته شيدې ورکول د مور او زوی صحت تضمينوي

۱. د مور شيدې ماشوم ته ډېرې ښې دي، نه اندازه غواړي، نه د حرارت درجه غواړي او نه هم وخت غواړي چې جوړې يې کړئ، بلکې هر وخت يې ورکولای شئ.

۲.اقتصادي ګټه يې؛ پوډري شيدې قېمته ده چی ځينو ته يې را نیول سخت دی؛ نو که ډېرې پیسې وي شيدې شته او که نه وي بیا نشته.

۳.په شید ورکولو کې ماشوم له مور سره نښتی وي چې دا پخپله د مور او ماشوم تر منځ پوره مینه او لورینه ده، کله چې د ماشوم خوله د مور په تي«Breast» باندې ونښلي نو دا د مور لپاره د «Oxytocin» د زیاتولو سبب ګرځي او دا هغه هارمون دی چې د مور شیدې را تویوي او ښځه ورسره ارامېږي.

‎۴. ماشوم ته شیدې ورکول مور له ډېرو سختو ناروغيو ژغوري، لکه؛ شکره، د تیو سرطان «Breast Cancer‎» د رحم سرطان «Ovarian Cancer»

«Postpartum Depression» لوړ فشار. ماشوم ته شیدې ور کول وزن کموي. له ذهني او روحي فشاره خلاصېږي. پرېشانه نه وي دا ځکه چې ماشوم روغ وي.

۵. د مور په شیدو کې«Antibodies» شته چې دا د مختلفو واېروسونو او باکټرياوو سره مقابله کوي او نه يې پرېږدي چې وده وکړي. او بل لور ته د مور شیدې په ماشوم کې نفس تنګي «Asthma» او حساسیت «Allergies» ختموي.

د شیدو په ورکولو کې د مور ګټه؛

ماشوم ته شیدې ورکول د بدن «۵۰۰» کالوري «Calories» سوځي چې په پايله کې هغو ښځو چی وزن يې په حمل کې اخیستی دی هغه له لاسه ورکوي. د شیدو ورکولو بله ګټه دا ده چې «Oxytocin» زیاتوي چې د دې په زیاتولو سره د ښځې رحم خپل اصلي حال ته راځي او بله ګټه يې دا ده چې هغه وینه کموي چې د ماشوم تر پیداکېدو وروسته راځي. همدارنګه د هډوکيو غیرنارمل کثافت کموي.

هغه مور چې ماشوم ته شیدې ورکوي د هغې هډوکېورسره کلکېږیي په هر حال چې مور شیدې ورکوي هماغه ډول د ماشوم او دې دواړو ګټه ده چې هم د ماشوم او هم د مور د تیو سرطان ختموي.ډبلیو‌ایچ‌او «WHO» او یونېسیف «UNICEF» د دې شیدو په هکله وايي؛ «هره مور باید اقلاً ماشوم ته۶ میاشتې تی ورکړي چی دا د ماشوم حق دی او هم حیاتي ارزښت ورته لري.

کله چې یو ماشوم د خپلې مور شیدې خوري؛ نو ماشوم يې اوبو ته اړتیا نه لري، که څه هم ګرمې وي او یا په ځینو ناروغیو اخته وي چې مایعات پکې اړین دي، همدارنګه ماشومان چې د مور شیدې خوري نسبت هغو ماشومانو ته چې د مور شیدې نه خوري لږ نس ‌ناستي لري، لږ قی کوي، تبه يې شديده نه وي، د سینې پاړسوب نه لري، د غوږونو درد نه لري.

یوه نړیواله سروې دا ښيي چې هر کال«۱٫۳» ميليونه هغه ماشومان خپل ژوند له لاسه ورکوي چې عمرونه يې له۵ کلونو کم دي او دا هغه ماشومان دي چې د مور شیدې يې نه دې رودلې. د دې څېړنو مطابق باید ماشوم ته په ۲۴ ساعته کې ۲-۳ ساعته پورې تی ورکړل شي.

کله چې د ماشوم شیدو ته اشتها وشوه؛ نو بیا دې شیدې ورکړل شي، هغه داسې چې د ماشوم په وده کې مهم رول لري.



t