فېس بوک، وټساپ او انسټګرام کې ستونزه پيدا شوې

فېس بوک، وټساپ او انسټګرام کې ستونزه پيدا شوې

فېسبوک وېبپاڼې اړوند مسېنجر، انسټګرام او وټساپ کې د تصويرونو برخه کې ځينې ستونزې پيدا شوي دي.

د رسنيو د راپورونو په حواله، دا ستونزه په يو شمېر هېوادونو کې رامنځته شوې.

دا ستونزه د څو ساعتونو لپاره رامنځته شوې وه چې ويډيو او عکسونه نه ښودل کېدل.

فېس بوک ادارې ويلي دي، دوی هڅه کوي چې د دغه ډول او نورو تخنيکي ستونزو مخنيوی وکړي او راتلونکي کې ورسره مخ نه شي.

فیسبوک او اړوندې وېبپاڼې او کاریالونه یې د نړۍ په لروبر کې میلیاردونه کارن لري. د سږ کال مارچ او اپریل میاشتو کې هم فیسبوک او انسټاګرام له ورته ستونزو سره مخامخ شوي وو.




t