له غزني تر انګلنډ؛ يو ځوان چې خپلو هيلو ته ورسېد

له غزني تر انګلنډ؛ يو ځوان چې خپلو هيلو ته ورسېد

د مرتضی علي په نوم يو ځوان په څوارلس کلنۍ کې له افغانستان انګلنډ ته وتښتېد. هلته يې د خپلو هيلو پوره کېدو لپاره شېبې شمېرلې.

د اکسفورډ سيمې د يو ځايي کرېکټ کلب مشر راجر ميټي له غزني تښتېدلی ځوان له ځان سره د کومنور کرېکټ کلب ته بوت او د کرېکټ سامان الات يې ورته چمتو کړل.

ميټي رسنيو ته ويلي دي، کله چې مرتضی ځان سره کړ، نو د خوشالۍ احساس يې کاوه او هغه شېبه د ده نه هېرېږي.

«ښاغلی میټې چې درې نور ماشومان لري وايي، دغه شرمندوکی افغان زلمي ته یې تل د خپل څلورم ماشوم په سترګه کتلي، د هغه ښوونې، روزنې ته یې توجه کړې، د کورنۍ مراسمو کې یې شامل کړی او اخترونه یې ورسره یو ځای لمانځلي دي».

مرتضی چې ورو – ورو روزل کېده، د کرېکټ برخه کې تمرينونه پيل کړل او حتی ځوانۍ ته ورسېد.

د رسنيو د راپورونو په حواله، ۲۰۰۹ کال کې د اکسفورډ ماريلبون کرېکټ کلب پام د علي وړتیا ته واوښت او نوموړی د ورکیسټر شایر خلاف د لوبې لپاره واخیست. له افغان کرېکټ لوبغاړي محمد نبي وروسته چې ۲۰۰۷ کال کې دلته ولوبید، علي دویم افغان لوبغاړی شو چې انګلنډ کې فرسټ کلاس کرېکټ کوي.

هغه چې انګلنډ کې يې يوولس کاله تېر کړ، اسټراليا کې يې يوې هېوادوالې سره واده وکړ، نوموړي د (مرګ ته کتل) په نوم کتاب هم ليکلی، چې ويل شوي دي، خپلو دوو ماشومانو لپاره يې ليکلی دی.

هغه اوس د خپل کلي ليدو ته لېواله دی او وايي، تل يې غزني کې خپل کلی مراد يادېږي.



د يو افغان ځوان کيسه
t