د سګرېټ څکولو بل زيان؛ سترګې خرابوي

د سګرېټ څکولو بل زيان؛ سترګې خرابوي

سګرېټ چې په څکولو سره يې د انسان سږي او زړه خرابيږي لوګی يې تر ټولو خطرناک بلل شوی دی.

په دې وروستيو کې د نړيوالو څېړنو له مخې چې برېتانيا کې ترسره شوې ده، دا په ډاګه کوي چې سګرېټ سترګې هم خرابوي.

د راپورونو په حواله، برېتانيا کې يې د سګرېټو څکولو له امله د ميليونونو کسان د سترګو په ليد کې کمی راغلی، يا يې خطر کې اچولي دي.

د سترګو د متخصصینو یوه ټولنه وايي، سره له دې چې د سګرټ څکولو او ړندېدو ترمنځ نېغه اړیکه شته، په پنځو کسانو کې یوازې یو یې مني چې سګرټ څکول دې ړندولی شي.

ويل شوي دي، د سګرېټو لوګی زهري مواد لري، چې سترګې زيانمولی شي.




t