پوهنې وزارت په ښوونځیو کې د ماشومانو د شاملولو موده وغځوله

پوهنې وزارت په ښوونځیو کې د ماشومانو د شاملولو موده وغځوله

پوهنې وزارت وایي په ښوونځیو کې یې د نویو زده کوونکو د شاملولو نېټه غځولې .

د وزارت د اعلامیې له مخې وزیر میرویس بلخي له ټولو هېوادوالو غوښتي، چې له شبږكلنۍ تر اوه کلنۍ پورې خپل عمر لرونکي ماشومان په ښوونځیو کې شامل کړي.

سرچینې نه دي ویلي، چې په ښوونځیو کې د شاملیدو نېټه یې د څومره وخت لپاره غځولې ده.

په ښوونځیو کې د نویو ماشومانو د شاملولو نېټه هرکال د حمل تر اولې پورې دوام کوي.




تبصره وکړئ

avatar
t