د تجدید وړ انرژیو د تخنیکي کمیټې اوومه غونډه جوړه شوه

د تجدید وړ انرژیو د تخنیکي کمیټې اوومه غونډه جوړه شوه

د تجدید وړ انرژیو د تخنیکي کمیټې غونډه د دوهم ځل لپاره، د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست، د ښار جوړولو او ځمکو وزارت ، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت، د برښنا شرکت، د کابل پوهنتون، د GIZ, ABMMC, WISE سازمانونو استازو د ځینو نورو ارګانونو استازو په ګډون جوړه شوه.
د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست محمد گل خُلمی ، دا غونډه د میلمنو ته په ښه راغلاست ویل پیل کره او د ۱٫۳ cent بادی برښنا قرارداد لاسلیک کول، د یو کیلو واټ په ساعت کې د ۳ cent څخه کم قرارداد لاسلیک کول، په کندهار کې د ۱۵ میگاواټو سولری پروژې بشپړول او یو شمېر نورو پروژو چی په دی وروستي لاسلیک شوي د انرژۍ د تولید په سکتور په افغانستان کی د تجدید وړ انرژیو لاسته راوړنې وبلله.
خُلمی زياته کړه چې د روان کال په پاى کې به د افغانستان د برښنا ملي شبکې ته نږدې ۴۰ ميګاواټه برېښنا انرژي زياته کیږی.
په ورته وخت کې، علی مهر د GIZ سازمان مرستیال (په هیواد کې د تجدید وړ انرژیو فند ورکوونکو څخه یو) د راتلونکي پلانونه او د اوبو او انرژۍ وزارت او برښنا شرکت سره د دوامداره همکارۍ څخه خبر ورکرل او زياته کړه چی د ۲۰۱۹ تړ پای پوری د تجدید وړ انرژی ریاست او د برښنا شرکت سره په افغانستان کې د انرژۍ استونزو په کمولو لپاره به هوکره لیک لاسلیک شي.
همداسې پیتر (Peter Kaka ire) د ABMMC د عملیاتي څانګې رییس د نوي سولر ټکنالوژۍ په اړه د پرزنتیشن وړاندې کولو ترڅنګ په هیواد کې د لازیاتو آسانتیاوو سره د عصري کورنۍ سولرونو تختو د عرضه کولو څخه خبری ورکرل.
د دی غوندی په دوام آغلی مرضیه پویا د WISE انجمن مرستیال د انرژۍ په سکټور کې د کار موندلو او د کاری فرصت رامیځته کولو یادونی وکره او زياته کړه چی دا انجمن هڅه کوي چې ښځې وهڅوي چې د انرژۍ په سکټور کې کار وکړي.
د غونډې په پای کې، د دې کمیټې غړو څخه د هیواد انرژۍ په اړه پوښتنې، ننګونې او وړاندیزونه طرح شوي او د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست، د دې وزارت د تجدید وړ انرژی ریاست او د برښنا شرکت استازی لخوا ځواب ورکړ شو.
د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ژمنه وکړه چی د کمیټې غړو لخوا وړاندیز شوي وړاندیزونو د عملي کولو کې په برخه کی هڅه وکړئ.




t