کندهار: د کوچنیانو او ولادي نسایي جلا روغتونونه جوړیږي

کندهار: د کوچنیانو او ولادي نسایي جلا روغتونونه جوړیږي

ولسمشر غني کندهار ولایت ته د خپل سفر په لړ کې پرون مازدیګر د دغه ولایت د دولتي او خصوصي روغتونونو له یو شمېر ډاکټرانو سره وکتل او د هغوی ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه یې واورېدل.
د ارګ د خبرپاڼې له مخې په پیل کې ډاکټر عبدالقیوم پخلا د دولتي او ډاکټر حسین اکرامي د خصوصي سکتور د ډاکټرانو په استازیتوب خبرې وکړې او د ولسوالیو په کچه یې د روغتیایي مرکزونو د زیاتولو، د قابله ګانو او ښځینه واکسیناتورانو د کمبود، د طالبانو له لورې د پولیو واکسیناسیون کمپاین د بندولو، په دغه ولایت کې د خصوصي سکتور له روغتونونو څخه د ملاتړ او د کندهار ۳۵۰ روغتون تجهیز ته چې نن پرانیستل شو د پاملرنې په برخو کې خپلې غوښتنې او وړاندیزونه د جمهوررئیس سره شریک کړل.

جمهوررئیس غني د کندهار ولایت ډاکټرانو څخه د ښه خدمت په ځانګړي ډول د طبیعي افتونو پر مهال د خدمت په خاطر مننه وکړه او د ۳۵۰ بستریز روغتون د پرانیستې مبارکي یې ورکړه.

د هیواد جمهوررئیس د پولیو واکسیناسیون کمپاین ته په اشارې وویل، په دې برخه کې زیاتې ستونزې موجودې دي او د دغې پروسې مالکیت باید افغانان په لاس کې وي. هغه زیاته کړه له ټولو لوریو غواړم په کندهار ولایت او ټول هیواد کې د روغتیایي سکتور بې طرفي مراعات کړي.

جمهوررئیس غني وویل، زه د ټول افغانستان جمهوررئیس یم او موږ مسوولیت لرو چې ټولو هیوادوالو ته په مساویانه توګه خدمات وړاندې کړو. زموږ توپیر له طالبانو سره دا دی چې موږ ټول افغان ملت ته متعهد یوو، خو طالبان بیا داسې نه دي. موږ ټولو ته په مساوي ډول روغتیایي خدمات وړاندې کوو.

هغه زیاته کړه، حکومت چمتو دی د روغتیایي ښارګوټو لپاره ځمکه توزیع کړي، په هره ولسوالۍ کې چې خصوصي سکتور غواړي روغتیایي مرکزونه او روغتونونه جوړ کړي، حکومت چمتو دی امکانات ورته برابر کړي.

جمهوررئیس غني د عامې روغتیا وزارت ته لارښوونه وکړه چې په کندهار ولایت کې دې د کوچنیانو او نسایي ولادي روغتون د جوړولو لپاره ترتیبات ونیول شي، ځکه دغه ولایت د زون په سطحه خدمات وړاندې کړي.

جمهوررئیس غني څرګنده کړه: که پر ظرفیت جوړولو د پانګونې غوښتنه کوو، نو لومړی باید پوه شو چې اوس د څه ډول ظرفیت خاوندان یوو او په کومو برخو کې فعالیت کوو، ترڅو واضح شي چې کومه برخه کې ظرفیت جوړولو ته اړتیا لرو.



t