کندهار پوهنتون ته فوق العاده تشکیل ورکول کیږي

کندهار پوهنتون ته فوق العاده تشکیل ورکول کیږي

ولسمشر غني کندهار ولایت ته د خپل سفر په لړ کې پرون مازدیګر د کندهار ولایت د ښوونځیو له ښوونکو او د دولتي او خصوصي پوهنتونونو له استاذانو سره وکتل او د هغوی ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه یې واورېدل.
د ارګ د خبرپاڼې له مخې په پیل کې د کندهار پوهنتون رئیس ډاکټر حضرت میر طوطاخیل او پوهنیار عبدالمالک نیازي د خصوصي پوهنتونونو او شېراحمد د کندهار ولایت د ښوونکو په استازیتوب خبرې وکړې او خپلې ستونزې او وړاندیزونه یې د جمهوررئیس سره شریک کړل.

د کندهار پوهنتون رئیس وویل، کندهار پوهنتون د ټول هیواد څخه محصلین لري او په دې وروستیو کې یې لاسته راوړنې زیاتې شوي دي. نوموړي جمهوررئیس څخه د کندهار پوهنتون د تدریسي ودانۍ د جوړولو او د هغې کادرونو ته د فوق العاده تشکیل د ورکړې غوښتنه وکړه.

دوی دغه راز ښوونکو او استادانو ته د ځمکو د وېش، د کتابونو د کمبود، د خصوصي تحصیلي بنسټونو د ظرفیت لوړولو، استادانو ته د بورسیو د ورکړې، د وظیفوي میکانیزم د ایجاد، د خصوصي تحصیلي بنسټونو د استادانو لپاره د ترفیعاتو او د کندهار پوهنتون د انکشاف په برخو کې خپلې غوښتنې او وړاندیزونه بیان کړل.

جمهوررئیس غني د استادانو او ښوونکو د وړاندیزونو مننه وکړه او وې ویل، د ښوونکو د تشکیل په برخه کې دې مشخص وړاندیزونه وشي، دغه راز د کندهار پوهنتون عظمت ته په پام او دا چې اوسنی وضعیت یې په هیڅ ډول د منلو وړ نه دی، د دې پوهنتون د استادانو لپاره به فوق العاده تشکیل ورکړل شي. هغه اړوندو مسوولینو ته لارښوونه وکړه، ژر دې د کتابونو د کمبود او ښوونکو ته د ځمکې د وېش ستونزه حل شي.

د هیواد جمهوررئیس د خصوصي لوړو زده کړو موسسو او پوهنتونونو غوښتنو ته په اشارې وویل، په خصوصي پوهنتونونو کې د معیاري کیفیت د مراعتولو په شرط حکومت چمتو دی، هغوی ته ځمکه په پام کې ونیسي.



t