د نواز شریف یوه ډله پلویانو عمران خان سره لیدلي

د نواز شریف یوه ډله پلویانو عمران خان سره لیدلي

په داسې حال کې، چې د پاکستان د حکومت او مخالفو ګوندونو ترمنځ اړیکې خورا ترینګلې شوي، د بندي سیاستوال نواز شریف یو شمېر پلویانو له صدراعظم عمران خان سره لیدلي.

د دغو کسانو شمېر ۲۰ تنه او ټول د مسلم لیګ نواز مهم غړي وو.

ویل شوي، چې دوی کې ۱۵ تنه د پنجاب د ایالتي او ۵ تنه د ملي پارلمان غړي وو.

  د لیدنې جزیات نه دي رسنیز شوي، خو مختلف غبرګونونه یې پارولي.

مسلم لیګ نواز ګوند دا لیدنه معامله او خیانت ګڼلی او ویلي، چې دغه کسان دوی پارلمان ته کامیاب کړل، خو دوی اوس ورسره خیانت کوي.

د عمران خان پلویانو دا لیدنه د مسلم لیګ نواز د پاشلتیا چټکتیا ګڼلې ده.



t