د كندهار د خاطرو څخه!

د كندهار د خاطرو څخه!

“د ١٣۵٧ كال د ثور په مياشت كي خلقي انقلاب وسو، په جوزا كي موږ د احمدشاه بابا د لېسې د دوولسم صنف څخه فارغه سوو او دكانكور و امتحان ته انتظار ؤ چه يو ورڂ په سليمي رستوران كي دقاسم جان سليمي پواسطه د يو اسټرليايئ سره معرفي سوم چه تازه د كابل څخه را رسېدلئ ؤ، او د كندهار په پيس هوټل كي اوسېدئ.

 سليمي رستوران چه دكندهار د جنب وجوش په مركز (دشهيدانو په چوك) كي واقع ؤ، دقاسم جان سليمي د پلار (مرحوم محمدحليم سليمي) رستوران ؤ چه موږ او دمكتب نورو هلكانو به پسله وخته هلته ناسته ولاړه او بانډار سره كوله او ډېري خوږې خاطرې ڂيني لرو.

نوموړئ اسټرليايئ اليكزانډر مكوينسكي نومېدئ چه په اصل كي د ماسكو په يونيورسيټي كي د ښارسازۍ په رشته كي د انجنيري د فاكولتې د آخر صنف محصل ؤ، او خپل په فاكولته كي يې يوه پروژه اخيستې وه چه د افغانستان په يو داسي ولايت كي يو نوئ ښار نقشه كړي چه د نفوسو شمېر يئ دوه نيم يا درې لكه وي او تر تكميلېدو وروسته يې خپل و فاكولتې ته پېشنهاد كړي، او تر قبلېدو وروسته دئ فارغه سي او شهادتنامه واخلي. نو كله چه دئ وكابل ته راغلئ ؤ، نو په كابل كي دمركزي احصايئې و دفتر ته تللئ ؤ او هلته يئ پوښتنه كړې وه چه د افغانستان كوم ولايت دوه يا درې لكه نفوس لرى.

هلته تصادفي د ښاغلي محمدنسيم سليمي سره معرفي سوئ ؤ، نو هغه ورته ويلي وه چه ستا مطلوب ولايت د كندهار ولايت دئ. وروسته يې خپل د اكا (سليمي صاحب) رستوران ورښوولئ ؤ چه هلته ولاړ سه، او هلته به يو څوك رهنمايې درته وكړى. نو هغه ؤ چه كندهار ته راغلئ ؤ او په دې نسبت چه زما د انگليسي ژبه يو څه زده وه، نو قاسم جان زه او اليكزانډر سره معرفى كړو.

 زه هم خوشحاله سوم چه دكومك او لارښووني تر څنگ به خپله انگليسي هم پر تېزه كړم. زه هم په دغه وخت كي بې كاره وم، نو دده د غوښتني سره سم مي اول د وېزې د تمديد لپاره و قوماندانۍ ته بوتلئ او هلته يو نوئ قوماندان امنيه مقرره سوئ ؤ او روسى ژبه يې هم زده وه، دستي يې د كندهار والي انجنيرظريف ته ټليفون وكړئ او موضوع يې ورته بيان كړه، هغه ورته وويل چه د اوس د پاره د شپږو مياشتو وېزه وركړه.

 تر هغه وروسته مي وخپل مشر ورور (انجنيررحمت الله) ته وروستئ چه په هغه وخت كي يې دكندهار د فوايد عامې په مديريت كي كار كاوه. مديرفوايد عامه هم ورسره وليدل او دخپلي هر نوع همكارۍ وعده يې ورسره وكړه.

ما په هغه جريان كي چه اليكزانډر به په هوټل كي خپل پر پروژه كار كاوه، بعضي وخت به مي زاړه ښار ته بوتلئ، بعضى وخت به مي د ميرويس نيكه تر زيارته بوتلئ، او بعضي وخت به زموږ د نورو انډيوالانو او همصنفيانو سره و گونديگان ته د مرحوم حيات الله خان (د محمدنبى د اخښى) و باغ ته سره ولاړو، او ده به هم زموږ پر ليونتوبو راسره خندله، خو ډېر لږ وختونه به په ښار كي ورسره گرڂېدلم. او هر وخت چه به زما سره ؤ، زما پر امبر بايسكل به سره ملگرى ؤ. دئ ډېر جگ ؤ، او و مخ ته به مي كښېنولئ ؤ، خو پښې به يې د بايسكله تر مخه روانې وې.

ده ته تر ټولو مهم ڂائ لو وياله وه. ڂكه هغه ښار چه ده يې د ډيزاين او نقشې كار شروع كړئ ؤ، هغه د مرحوم داؤدخان د پنڂه كلن اقتصادي پلان پر اساس بايد د لويئ ويالې وشمال ته او په هغه منطقه كي جوړ سوئ وائ، چه هلته اوس عيدگاه جوړه سوې ده. يعني اليكزانډر په غير رسمي ډول خپل د پروژې د پاره د هغه ښار نقشه ترتيبوله چه شهيدمحمد داؤد خان يې آرزو گور ته ورسره وړې وه.

كله چه اليكزانډر خپل نقشه او پروژه مكمله كړه او ماسكو ته ولاړئ او د فاكولتې څخه فارغه سو، و ماته يئ خپل د نقشې يوه كاپى راولېږله چه ما تر اوسه پورى په خپل نيمگړي آرشيف كي راسره ساتلې ده. په دغه نقشه سوي ښار كي يو بل لوئ چوك ډيزاين سوئ ؤ او دچوك په يو كنج كي يوه لويه جامه ډيزاين سوې وه، او يو لوئ سرپوښه بازار يئ هم درلودئ ، چه په اصل كي د كندهار د قديمى سرپوښه بازار او په غرب كي د عصرى سرپوښه بازارونو يو مزدويج شكل يئ درلودئ.

په هرصورت، . . . .

فكر كوم دغومره معلومات د اليكزانډر مكوينسكي په باره كي كفايت كوي، خو دا به مي د ده په حق كي ظلم كړئ وي كه د ده د هغه استعداد په باره كي څه و نه ليكم چه ده د رسامۍ په حصه كي درلودئ. په ساده تور پنسيل يې د هر ڂائ داسي رسامي كوله چه تا به ويله عكس دئ. تر ټولو مهمه يې يوه هغه رسامي وه چه ما يو ورڂ په زاړه ښار كي پرېښوئ او زه كورته ڂيني راغلم. چه يو درې ورڂى بعد مي په پېس هوټل كي وليدئ، د نارنج د سره څخه يې د سرپوزې دباغو، محله جات، ښهرنو، او باقيمانده كندهار يوه داسى رسامي كړې وه، چه د نه ويلو كار ؤ. تر اوسه مي ارمان ده چه ولې مي نه ڂيني واخيستله.

يو بله عكاسي يې د مهاجر هوټل د دوهم منزل د برنډې څخه كړې وه چه ټوله د شهيدانو چوك ، ميوند هوټل، او سليمي رستوران پكښي ښكارېدله. فكر كوم دغه رسامي مرحوم سليمي صاحب ڂيني اخيستې وه او شايد د هغه د نيويارك په كتابخانه كي به اوس هم موجوده وى.

هغه وخت چه اليكزانډر په كندهار كي ؤ، زموږ د ټولو رفيقانو سره شناخته ؤ او زموږ مجلسو ته به راتلئ، او د كندهار او كندهاريانو سره يئ خاصه علاقه پيدا سوې وه. زه يې د ١٣۵٩ كال راهيسى هيڅ حال نه لرم چه دئ اوس چېري دئ.

فراق دوستانش باد و یاران

که ما را ک‍رد دور از دوستداران

چه خوش باشد سری در پای یاری

به اخلاص و ارادت جانسپاران

نوټ: دغه عکس د ۱۳۵۷ کال په منی کی ‍دکندهار د لویئ ویالې پر جنوبی غاړه زه او الیکزانډر مکوینسکی سره ولاړ یو او تر شا مولېری د سرپوزې غر معلومېږی.”.

فريد ميوندي




t