د سلام خانۍ ماڼۍ په څېر د احمد شاه بابا د کور رغونه؛ ولسمشر يې ژمنه وکړ

د سلام خانۍ ماڼۍ په څېر د احمد شاه بابا د کور رغونه؛ ولسمشر يې ژمنه وکړ

ولسمشر غني کندهار ولایت ته د خپل سفر په دویمه ورځ د دې ولایت د ولایتي شورا له غړو سره وکتل.

په پیل کې د کندهار ولایتي شورا رئیس سیدجان خاکریزوال، نعمت الله شېردلي، فدا محمد افغان او زرغونه کاکړ د ولایتي شورا د غړو په استازیتوب خبرې وکړې او د افغانستان د سولې پروسې، د کندهار پوهنتون د پراختیا او د دغه پوهنتون د ماسټرۍ پروګرم د پیل، د روغتیایي خدماتو د ښه‌والي، د امنیت تأمین ته د پاملرنې په ځانګړي ډول سرحدي ولسوالیو او په دغه ولایت کې د ښځینه بندیانو د ستونزو په برخو کې خپل نظرونه او وړاندیزونه د جمهوررئیس سره شریک کړل.

جمهوررئیس غني د کندهار ولایتي شورا د غړو له نظرونو او وړاندیزونو څخه د مننې ترڅنګ وویل، نن سهار مې د احمد شاه بابا کور ولیدلو او دغه تاریخي ځای به د ارګ د سلام خانې ماڼۍ په شان ورغاول شي او د کندهار والي ته یې لارښوونه وکړه، چې د کندهار ښار پراختیا ته جدي پاملرنه وکړي.

«د هېواد جمهوررئیس وویل، د ښځینه بندیانو ستونزو ته رسیدګي کېږي او اړوند بنسټونه به د قانون پر بنسټ د ښځینه بندیانو د ستونزو د له منځه وړلو په برخه کې اقدام وکړي.»

جمهوررئیس د کورنیو چارو وزارت مسئولینو ته لارښوونه وکړه چې د ولایتي شورا غړو سره دې په ګډه د دغه ولایت د سرحدي ولسوالیو د امنیت د تأمین لپاره مشخص وړاندیزونه ترتیب کړي.

جمهوررئیس د کندهار ولایتي شورا غړو ته څرګنده کړه، حکومت د سولې پروګرام د سولې مشورتي لویې جرګې د وړاندیزنو او پرېکړو پر بنسټ مخته وړي او زموږ هڅه دا ده چې ډېر ژر د سولې په چوکاټ کې هوکړې ته ورسېږو.

دغه راز جمهوررئیس کورنیو چارو وزارت او کندهار والي ته لارښوونه وکړه، چې د شهیدانو وارثینو په ځانګړي ډول د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو ورثې ته د ځمکو د وېش امکانات برابر کړي.



t