د پیر محمد کاروان په اړه – ګردیز جمالزی

د پیر محمد کاروان په اړه – ګردیز جمالزی

د وطن لوی شاعر او عارف انسان پير محمد “کاروان” موږ او تاسې ټول پېژنو. مګر زه دلته د “کاروان” صاحب له لیدلو، خبرو، خوی او اشعارو خپل اخیستی تاثر له تاسې سره شرېکوم.
هغه وخت چې زه تازه د شعر و ادب په لوستلو راغلی وم،
نو د ځینو شاعرانو او فرهنګیانو له خولې به مې د “کاروان” صاحب د شعر او شخصیت صفت ډېر اورېده.
بس یوه ورځ مې په یوې راډیو کې چې دا لاندې بیت تر غوږو شو:
“شعر که د سایل د کاڼي کرښه ده
دلته هم کاروان له چانه کم نه دی”
نو زه یې نور هم د کاروان صاحب د شاعرۍ او کتو وږی کړم. سر به مو څه خوږوم، یوه ورځ د “دانش” صاحب په فرهنګي ټولنه کې د یوه لوی ژورنالیست د هڅو د نمانځنې په پار غونډه وه. نو هغه کوم ارمان چې زما په زړه کې و، پدې غونډه کې پوره شو او دغه استاد او صوفي شاعر مې د اول ځل لپاره له نږدې ولېده، ډېر خوشحاله وم، ځکه دی له موږ سره په یوه کوټه کې هم ناست و…

خو هغه وخت زه ډېر بې زړه وم، دومره بې زړه، چې له دغه نهایت نیک او مبارک انسان سره مې ستړي مشي او سلام علیک هم و نشو کولای.
مګر تېره ورځ د یوه نوي ملګري په مرسته ورسره پر ټیلیفون و غږېدم.
باور وکړئ، په خپله پسته او نرمه لهجه راسره نهایت له مینې او خونده ډک و غږېده …
او زه نور هم دې حقیقت ته ور نږدې شوم چې د اصیل شاعر د فن او شخصیت تر منځ واټن نه وي.
بلکې دی موږ ته خپل ځان او شخصیت په خپل فن و هنر کې لا ښه څرګندوي.

مګر نن سبا زموږ ځینې غټ او واړه شعر پوهان هنر له هنرمنه یو بیل موجود ګڼي.
یانې: دوی فن په فنکار پورې نه تړي.
زما په نظر زموږ شعر پوهانو ته، دغه تصور انګلیس شاعر او نقاد ټي ایس ایلیټ ورکړی دی.
ګران استاد اجمل ښکلی د پورته انګلیس شاعر له خولې لیکي، چې: “شاعري له شخصیته تېښته ده”
مګر دغه پورته نظر زموږ په ادب کې د منلو وړ نه برېښي، ځکه موږ یې د نه منلو لپاره له ځان سره ځینې دلایل لرو.
د لوی لیکوال او نقاد استاد اسدالله غضنفر خبره ده چې:
“د هرې ژبې ادب خپلې غوښتنې لري.”

نو که یو لیکوال وغواړي چې دغه د بلې ژبې او ټولنې شاعر شخصي نظر زموږ پر ادب تطبیق او یا ومني، نو زما په نظر دی زموږ له ادب سره ظلم او د شاعرانو په حق کې زیاتی کوي. پښتانه مبارک متل کوي:
“څه چې دیګ کې وي، په کاسه کې را وځي.”
پښتون شاعر اباسین “یوسفزی” خو په ښکاره نعرې وهي:
“که زما د شخصیت حدونه ګورې
زما فن زما د فکر ترجمان دی”
او په کتابونو کې هم لیکل شوي چې، شخصیت:
“د یوه انسان د احساس، فکر، خبرو، خوی، خیال، اخلاقو او … مجموعه ده”
دا چې شاعري هم د شخصیت له پورته برخو څخه جوړه شوې ده، نو موږ کولی شو چې شعر و فن له شخصیته تېښته نه، بلکې د انسان د شخصیت هنداره يې و بولو.
د استاد اجمل ښکلي خپل بیت راوړم:
“بدرنګ یو، خو هنر د شاعرۍ لرو هندارې!
حالونه د خپل زړه د آیینې ویلای شو”
د لوی شاعر صاحب شاه صابر بیت دی:
“چې هر څه یمه یم، نه دروغجن نه منافق یم
چې کوم داغ مې په زړه دی، هغه داغ مې په لمن دی”
او…

وبخښئ! خبره په کاروان صاحب روانه وه، دی داسې یو هنرمن او صوفي شاعر دی چې کله یې سړی شاعري لولي، نو نیغ يې خوی او شخصیت د انسان سترګو ته ودرېږي.
دا یو واقعیت دی چې هر شاعر او انسان ځانته بېل خویونه لري، مګر دی بیخي ځانګړی انسان دی. نن سبا زموږ ګڼ شاعران او فرهنګیان کوښښ کوي چې ځان تر نورو مخکې کړي او په ټولنه کې پر ټولو خلکو ځان ومني.
یانې دوی نه مشاعره ګوري او نه حجره، نه غونډه ویني او نه دېره و مجلس. بس په هر ځای کې به یې شور جوړ کړی وي او ځان به لک و بوک کوي.
مګر کاروان صاحب د دوی پر خلاف دی:

“خلک شور کوي په زړه کې غلی کینه
د لفظونو په کاله کې غلی کینې
موده پس به د وږمو شکرانې وېشې
لکه ګل په بارانه کې غلی کینه”

دی په پښتو او پښتنو میین کلیوال، با آیمانه پښتون او د غره سړی دی. او دا پته سړي ته هلته لګي، کله چې موږ دې ده په شاعرۍ کې، د کلي، غر، نښتر، چنار، ګودر، بنګړي، منګي، کولال او… له کلیمو او د طبیعت له انځورګرۍ سر مخ شو:

“ته چوپ شه، چوپ شه، چوپ شه چې جانان کوي خبرې
د مینې د پښتو او د آیمان کوي خبرې”
* * *
“زه د لفظونو په شرنګیو پسې مړ مړ یم
راشه چې ستا په شنو بنګړیو پسې مړ مړ یم
برېښنا د ښار مې سترګې و وهلې و وهلې
د خپلو غرونو په سپوږمیو پسې مړ مړ یم”

دی له مینې څخه جوړ، په مینې پسې مړ مړ او په پيغمبري
موسکا مست او جنتي انسان دی، دا ځکه چې جنت د مینې ځای او جهان په مینه ودان دی:

“په مینه مینه مینه که یو بل ته غېږې وا کړو
په دې ورکه دنیا کې به آخر سره پیدا کړو”
او:
“زه خو ستا په پيغمبره موسکا مست یم
نه چې شرنګ مې اورېدلی د مینا دی”

موږ په شعر و ادب کې د عشق او عاشق لپاره د مجنون او فرهاد نوم د سیمبول په توګه راوړو:

“نوم د کوم یوه بادشاه هسې یادیږي
لکه نوم چې د مجنون او د فرهاد ”
#رحمان_بابا

مګر کاروان بابا د یوه فارسي بیت له اثره د فرهاد او د مجنون کیسه زړه ګڼي او فرمايي:

“د فرهاد او د مجنون کیسه زړه شوه
نوې مینه رسېدلې تر کاروانه ”

دی په حقه دی او مناسبه خبره کوي، ځکه فرهاد سره د شیرینۍ د مینې غم و او له مجنون سره د لیلا.
مګر زموږ “کاروان” په تمام جهان کې مینه او آمن غواړي او له ټولو سره مینه کوي:

“عجیبه یمه له مینې مې زړه ‌ډک دی
اوښکې اوښکې مې پرمخ وي را روانې
له خوښۍ، له هیجانه او له درده
دبلبل غوندې مزاج زما د زړه دی
له نرګسو او ګلابو سره مینه
له غاټولو سره مینه
زه کومه بس له ټولو سره مینه ”
او:
“مینه مولا، مینه مورکه، مینه مسته مسته مسته نغمه
مینه موسم د شاعرۍ، مینه تر ټولو زبردسته نغمه”

خو، تاسې وګورئ! زموږ په ټولنه کې له دومره نیک، مهربان، ملنګ او مینې جوړ انسان نه هم، ځینې خلک کرکه کوي:
“ته خو مینه مینه مینه یې کاروانه
دا د ځینو ولې کرکه درسره ده”


کاروان عاجزي
t