برازیل او پیرو د کوپا امریکا پایلوبه ترسره کوي

برازیل او پیرو د کوپا امریکا پایلوبه ترسره کوي

د ۲۰۱۹م کال د کوپا امریکا ۴۶م پړاو په سیالیو کي برازیل، آرجنټاین، پيرو او چیلي فوټبال ملي لوبډلو نیمه پایلوبي ته لاره پيداکړې وه، چي پرون سهار برازیل ـ آرجنټاین ته او نن سهار بیا پيرو ـ چیلي ته ماته ورکړه.

برازیل ۲ ګولونه پر ۰ آرجنټاین ته او پیرو بیا ۳ ګولونه پر ۰ چیلي ته په ماتي ورکولو سره پایلوبي ته لاره پيداکړه.

د برازیل او پیرو ترمنځ دا پایلوبه راتلونکې یکشنبه ماښام ۱۱:۳۰ بجې ترسره کیږي.

راتلونکې شنبه بیا آرجنټاین او چیلي د دریم مقام ګټلو لپاره لوبیږي.

دا د کوپا امریکا ۴۶م پړاو لوبي دي، چي ۲۰ ورځي مخکي د ۱۲ لوبډلو ترمنځ پيل سوي دي.

صابر حمیدي



ورزش، فوټبال
t