د لوی احمدشاه بابا په نوم د کندهار هوایي ډګر..

د لوی احمدشاه بابا په نوم د کندهار هوایي ډګر..

سړی کله د ځینو دوستانو احساساتو او بې منطقۍ ته حیران سي، وای کندهار خو ټول احمدشاهي ښار دئ؛ نو میدان د لوی احمدشاه بابا په نوم کول د هغه محدودول دي.
که ولسمشر پر هوایي ډګر د لوی الفت، سترکاتب، استاد غبار، محمدجان خان وردګ، میر مسجدي…او بل وتلي غیري کندهاري نوم ایښئ وای، همدې مخالفو کسانو به ویلای چي ولي د احمدشاه بابا نوم نه پر ایښودل کېدئ؟ جالبه دا ده چي له ځانه معیارونه ټاکي. وای د بل ولایت هوایي میدان به یې د لوړ درشل احمدشاه بابا په نوم کړی وای. ایا دا کار غیري معیاري دئ، چي د خپل ولایت یو ځای به د هغه ولایت د وتلي مشر په نوم نه کیږي؟ که هو؛ نو دا معیار چا ایښئ؟ او د یونیسکو کوم اصل دئ؟
د ځینو هیوادونو د هوایي میدانونو نومونه مي ذهن ته راغله چي پر هوایي ډګر یې د هغه سیمي د وتلي څهرې نوم ایښئ دی.
جان لینن-لیورپول هوایي ډګر
سویکارنو هاتا-جیکارتا-جیکارتا هوایي ډګر
علامه اقبال لاهوري-لاهور هوایي ډګر
المکتوم- دوبی هوایي ډګر
لیسټن- ټورنټو هوایي ډګر
امام خمیني تهران هوایي ډګر…او نور
لوړ درشل لوی احمدشاه بابا د سیمي یو وتلی نوم دئ، خو ځیني متعصب او مغرض؛ حتی د پوهنتون استادانو پرون د احمدشاه بابا د نوم سر د “لوی” پر ځای د “ملي قائد” کلیمه یو ځای کړې وه؛ په داسي حال کي چي “ملي قائد” د میرویس خان نیکه له نوم سره، هم په اثارو کي او هم په ویناو کي کار سوئ.
ځوانان باید هوښیار وي، چي د دغسي بېشعوره خلکو سره اصلآ بحث ونکړي، ستاسو د بحث اوږدول هغوئ هدف ته رسوي. دا پوسټ مي ځکه وکړ، چي څو ځایه دوستانو مینشن کړی وم، کنه دا مسائل زموږ لپاره ځکه باید د بحث وړ نه وي؛ چي د اوس لپاره باید د خپل سر اور مړ کړو.
وطن دي زنده باد وي

نثار صالح


کندهار، هوايي ډګر
t