راتلونکې اونۍ د امریکا او هالنډ ښځینه لوبډلي پایلوبه کوي

راتلونکې اونۍ د امریکا او هالنډ ښځینه لوبډلي پایلوبه کوي

د ۲۰۱۹م کال د ښځینه وو ترمنځ د فوټبال نړیوال جام سیالیو پایلوبي ته امریکا او هالنډ ښځينه ملي لوبډلو لاره پيداکړه، چي ددې دوو لوبډلو ترمنځ د نړیوال جام دا پایلوبه راتلونکې یکشنبه ترسره کیږي.
دا پایلوبه د کابل په وخت ماښام ۷:۳۰ بجې پېلیږي.

وړمه شپه امریکا ـ انګلستان ته او هالنډ بیا تیره شپه سویډن ته ماته ورکړه او پایلوبي ته ئې لاره پيداکړه.

امریکا – انګلستان ته ۲ ګولونه پر ۱ او هالنډ بیا سویډن ۱ ګول پر ۰ مات کړ.

د هالنډ لپاره په پرونۍ لوبه کي جکي ګرونن د لوبي په ۹۹یمه دقیقه کي ګولوهنه وکړه او د لومړي ځل لپاره ئې خپله لوبډله د ښځینه وو ترمنځ د نړیوال جام پایلوبي ته ورسوله.

د ښځينه وو ترمنځ د فوټبال دا لوبي د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د فرانسې په کوربتوب د تیري جون میاشتي په ۷مه نېټه پيل سوي او راتلونکې یکشنبه پاي ته رسیږي.

صابر حمیدي



لوبې، ښځینه فوټبال
t