بغلان: ۱۲ صنفي ښوونځی جوړیږي

بغلان: ۱۲ صنفي ښوونځی جوړیږي

په بغلان ولایت کې یو ۱۲ صنفي ښوونځی جوړیږي.

د افغانستان د ځمکو او ښارجوړولو وزارت وايي، دا ښوونځی د بغلان ولایت په زمانخیل کلي کې جوړیږي.

ښوونځی به په دوو منزلو کې ورغول شي.

یاد وزارت ویلي چې دا مکتب هم د پیش ساخت قطعات پروګرام له لورې رغول کیږي.

له دې یوه ورځ وړاندې هم په بغلان ولایت کې د یوه متوسطه ښوونځي د جوړیدو خبر ورکړل شوی و.

باید یاده کړو چې نه یوازې بغلان بلکې په خوست او د افغانستان په یو شمیر نورو سیمو کې د ګڼو ښوونځیو د جوړیدو ویل شوي چې اوس تر کار لاندې دي.

 



بغلان او ښوونځی
t