انګلستان دویم پړاو ته لاړ، خو پاکستان خطر کې دی

انګلستان دویم پړاو ته لاړ، خو پاکستان خطر کې دی

د ۲۰۱۹م کال د کرکیټ په نړیوال جام سیالیو کي پرون نیوزیلېنډ د انګلستان کرکيټ ملي ټيم څخه د ۱۱۹ منډو په توپیر ماته وخوړه، چي په دې بریا سره انګلستان ملي ټيم د دریمي لوبډلي په توګه دوهم پړاو یا نیمه پایلوبي ته لاره وموندله.

په پرونۍ لوبه کی لومړی انګلستان ملي ټيم توپوهنه وکړه، انګلستان په ټاکلو۵۰ اورونو کی د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره نیوزلینډ ته د ۳۰۶ منډو هدف وټاکی.

کله چي د نیوزیلېنډ لوبغاړي د هدف پوره کولو لپاره میدان ته کښته سول د لوبي په ۴۵ آورونو کی ئې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۸۶ منډي جوړي کړئ او په دې سره ئې د ۱۱۹ منډو په توپیر د انګلستان کرکیټ ملي ټیم څخه ماته وخوړه.

د روان نړیوال جام دوهم پړاو سیالیو ته تر دا مهاله آسټرالیا، هندوستان او انګلستان ملي لوبډلو لاره پیداکړې.

که چیري سبا پاکستان د بنګله دیش کرکیټ ملي ټيم څخه لوبه په ښه رن ریټ وګټي پاکستان ملي لوبډله به د روان نړیوال جام نیمه پایلوبي ته د څلورمي لوبډلي په توګه لاره پيداکړي.

صابر حمیدي



لوبې، نړۍ
t