کرام الدین کریم د زړه په ناروغۍ اخته سوی

کرام الدین کریم د زړه په ناروغۍ اخته سوی

د افغانستان فوټبال فدارسیون د پخواني مشر کرام الدین کریم هالنډی وکیل افغانستان راغلی او دلته ئې خبریالانو ته په یوه خبري کنفرانس کي ویلي، چي کریم د زړه په ناروغۍ اخته سوی او اوس ئې صحت د اندیېښنې وړ دئ.

هغه کابل ته د خپل سفر موخه کرام الدین کریم ته د ورپیښي سوي قضيي په وړاندي درېدل یاد کړي دي.

یاد وکیل ویلي، چي فیقا یو طرفه پرېکړه کړې او خالدې پوپل دده پر موکل د ځان مشهوره کېدو په موخه تورونه لګولي.

هغه په یاد خبري کنفرانس کي دا هم ویلي، چي کرام الدین کریم اوس په افغانستان کي دی او په راتلونکو څو ورځو کي به ئې د ورپيښي سوي قضیې په وړاندي لاس په کار سي.

خو ځیني نا باوري سرچینې بیا وايي چي هغه له هیواده وتلی.

څه موده مخکي د فوټبال نړیوال فدراسیون کرام الدین کریم د اخلاقي فساد په موخه د هر ډول ورزشي فعالیتونو څخه منعه او یو میلیون ډالره جریمه سو.

د افغانستال د فوټبال فدراسیون چاري اوس یوسف کارګر د سرپستۍ په توګه مخته وړي.

صابر حمیدي



افغانستان ورزش
t