وروستۍ لوبه

وروستۍ لوبه

احمدشاه پاڅون

نن افغانستان نړیوال جام کي خپله وروستۍ لوبه کوي.

تر دې وړاندي مو ټولي لوبي بایللي د افسوس او ژړا ځای دی، چي عزت او ابرو مو هم ورسره بایللې.

د پاکستان څخه تر ماتي وروسته، چي کوم عملونه او جنګونه و سوه، کومي میندي او خوندي چي و ښکنځل سوې له تصوره پورته وې.

زه په دې بیخي قانع یم، چي موږ بد خلک یو، مګر دومره خپلي لمني ته بلا اخستې یو، ما هیڅ فکر نه وو کړی.

لوبه بایلل، په لوبه کي غلطي کول، اوټېدل، منډی ورکول، مندي نه کول دا ټولي عادي چاري دي. هره لوبډله او هر لوبغاړي ورسره مخ سوی دی.

مګر تر ماتو وروسته، چي مو د خپلو اخلاقو کومه ننداره وړاندي کړه، رښتیا چي ډېره جالبه او نه هېریدونکې وه.

موږ هغه مینه وال یو چي په عام محضر کي د ګنو کېمرو مخ ته، خپل لوبغاړو ته مخامخ ښکنځل کوو.
موږ هغه خلک یو، چي لوبه کي جنګ او جنګ کي لوبه کوي.

موږ هغه یو، چي د افراط او تفریط سرحدونه مو مات کړي.

موږ بریا په ډ‌زو او ناکامي په ښکنځلو لمانځو.

نو ښکاره خبره ده، چي د داسي قوم لوبغاړي هم له اسمانه نه دي را کښته سوي، د همدغو خلکو له منځه غوره سوي دي.

که هغه د لوبغاړي په ډول خپل مسولیت ادا نه کړ، نو ما د یو مینه وال په ډول څه وکړه؟

که د لوبي د ګټلو په خوند پوهیږو باید د بایللو زغم هم زده کړو.

دا کار که کابل کي سوی وای، سړي به ګیله نه کول، مګر اروپا کي اوسیدونکو افغانانو چلند لا هم د کابل د لنډغرو په ډول دی!؟

نو خبره را کاټوم، د لوبي د ګټو بیل خوند او د کتلو بیل خوند وي.

پر لوبه خوند واخلئ

که مو و ګتل خوښي وکړئ خو ډزي مه کوئ

که مو و بایلل زغم وکړي مګر ښکنخل مه کوئ

د خپل ځان، وطن او خلکو د عزت او ابرو خیال و ساتی د خپل ملی بیرغ او ملی هویت ساتنه وکړئ.
هغه د (Happy new year) فلم مشور ډایلاګ به مو یاد وي

هارو تو هارو، اجت مت اتارو

په بایللو سره یې و بایلئ، مګر ځان مه بې آبه کوئ




t