د کندهار تر بریښنا راياده شوه!

د کندهار تر بریښنا راياده شوه!

ټيک ټاک دوه کاله مخکې د ۲۰۱۷ کال په جولايي کې د استراليا په سويل کې د استراليا حکومت د سيمې په زرګونو کورونو ته بادي برېښنا برابره کړې وه، خو کله به چې باد نه و، خلک به د برېښنا له پلوه يو څه په ستونزه کې وو.

نو له نابغه او نامتو ټيکنالوجي پوه ايلان ماسک څخه يې د برېښنا د ستونزې د حل غوښتنه وکړه.

هغه ورته وويل په سل ورځو کې به داسې لېتيمي – ايوني بېټرۍ درته جوړې کړم چې ۱۲۹ ميګاواټه برېښنا به ذخيره کوي او چې کله باد نه وي د خلکو د بریښنا ستونزه به پرې هواره وي، ۹۰ ميليونه ډالر به راکوئ، او د ۳۰ زره کورونو د بریښنا لپاره به‌کفايت کوي.

بالاخره د استراليا حکومت ورسره ومنله، بېټرۍ يې جوړې او انسټال کړې او خلک د بریښنا له پلوه ښه اسوده شول.

دا پوسټ په هغه وختونو کې زموږ پر پاڼه خپور شوی و.

دی لا دوو مېږو ته ناست دی او شپني کا!

نور احمد عایل


معلوماتي، جالب
t