ولسمشر: له کندهاره، ډیلي ته پروازونه پیلیږي، خو مشخصه نقشه باید وي

ولسمشر: له کندهاره، ډیلي ته پروازونه پیلیږي، خو مشخصه نقشه باید وي

افغان ولسمشر کندهار ولایت ته د خپل سفر په دویمه ورځ نن د کندهار له سوداګرو او صنعت کارانو سره وکتل او د دوی غوښتنې او وړاندیزونه یې واورېدل.

ارګ وايي،  په دغه کتنه کې د کندهار والي او نورو چارواکو هم شتون درلود.

سوداګرو څه وویل؟

ارګ وایي، ویناوالو ته په کندهار ولایت کې د صنعتي انقلاب د پیل د زېری ترڅنګ، د مالیاتو او بیلانس د تنظیم ، د کارخانو د ماشین الاتو بهرنیو متخصصینو ته د ويزې د ورکړې په برخه کې د اسانتیا برابرولو، په صنعتي او کرنیز پارک کې زېربناوو ته د پاملرنې، د صنعت او کانونو، د صنعتي پارک ځمکو د غصب د مخنیوي، په تحصیلي بنسټونو کې د تخنیکي او صنعتي انجنیرۍ د څانګو د جوړولو، له کندهار څخه ډهلي ته د هوایي دهلیز له لارې د الوتنو په پام کې نیولو او د عبدالمجید زابلي په نوم د کندهار د صنعتي پارک د نومولو په برخو کې، خپلې ستونزې او وړاندیزونه له جمهوررئیس سره شریک کړل.

ولسمشر غني وویل:

«پنځه کاله مخکې په کندهار کې د صنعت څرک هم نه لګېدو، خو نن تاسې د درملو او د کندهار له میوو څخه د جوسو د تولید د فابریکو د جوړولو زېری راکړ چې دا د ډېرې خوښۍ ځای دی.»

هغه زیاته کړه، د کندهار صنعتي کول پیل شوي او په دې برخه کې زه او د افغانستان حکومت د هر اقدام ملاتړ کوو.

هغه وویل په دولتي تدارکاتو کې باید داخلي تولیداتو ته اولیت ورکړل شي.

ښاغلي غني دغه راز د هیواد ټولو قول اردوګانو ته لارښوونه وکړه چې د کندهار د میوو له تولید شویو جوسو څخه استفاده وکړي.

نوموړي د کندهار والي ته لارښوونه وکړه چې د کندهار صنعتي پارکونو لپاره دې شل زره جریبه ځمکه په پام کې ونیسي او د کندهار صنعتي پارک دې د عبدالمجید زابلي په نوم ونومول شي.

ده وویل:

«له کندهار څخه ډهلي ته پروازونه پیلېږي، خو تاسې باید مشخصه نقشه ولرئ چې له کندهار څخه الوتکه ډکه ولاړه او ډکه راستنه شي.»

ولسمشر غني له صنعت کارانو او سوداګرو وغوښتل چې په ټول هیواد کې د کرنیزو محصولاتو د صادراتو او لېږد د غوړېدا په خاطر د ترانسپورټ پر سکتور پانګونه وکړي.



له سوداګرو سره د غني ناسته
t