کونړوالي: د کانونو ناقانونه کیندنو مخنیوي کې جدي یوو

کونړوالي: د کانونو ناقانونه کیندنو مخنیوي کې جدي یوو

د افغانستان د معادن او کانونونو وزارت یوه پلاوی کونړ ولایت ته په سفر راغلی.

ددغه پلاوي مشري د یاد وزارت یو چارواکی عبدالوهاب کوي.

دې پلاوي نن د کونړ له والي سره هم لیدلي دي او د کانونو په اړوند مسایلو یې ورسره خبرې کړي.

د کونړ د رسنیو دفتر وايي، په دې ناسته کې د ثبت شویو کانونو په اړه چمتو شوی راپور هم ګډونوالو ته واوروه.

سرچینه وايي، د پلاوي مشر عبدالوهاب وویل:

«د کونړ له ثبت شوو کانونو او موندنو جوته شوې ،چې په دې ولایت کې دقېتمي او نیمه قېمتی ډبرو ډیر داسې کانونه شته،چې بې ساري دي او قانوني کیندل به یې د هېواد ملي اقتصاد په پیاوړتیا کې رغنده رول ولوبوي.»

والي میرزکوال ویلي د کانونو د غیرې قانوني کیندنې د مخنیوي په برخه کې جدي چلند کوي.

ده وویل سوداګرو ته د قانوني فرصتونو برابرول په پار د کاڼو یا تیږو پروسس فابریکې، نندارتون او انسټیټیوټ جوړیدل یې په اولیتونو کې قرار لري.

کونړ د افغانستان یو له هغو غرنیو ولایتونو څخه دی چې بیلابیل کانونه په کې شتون لري، خو ویل کیږي چې دا کانونه په غیرې قانوني ډول کیندل کیږي.

 

 

 



ناسته کونړ، قانون کیندنه
t