د پکتیا د غنمو حاصلات ۳۰ سلنه زیاته شوې

د پکتیا د غنمو حاصلات ۳۰ سلنه زیاته شوې

د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت د غنمو حاصلات ۳۰ سلنه زیاته شوې ده.

د پکتیا د کرنې رییس محمدالدین مومند وویل: «د هغو مالوماتو پرمنسټ چې د پکتیا له مرکز او ولسوالیو څخه مونږ ته رسېدلي دي ددې ولایت د غنمو سږنی حاصلات ۳۰ سلنه زیاته شوې ده.»

ښاغلي مومند په کافي اندازه ورښتونه او ترڅنګ یې د کرنې وزارت له خوا پر وخت د اصلاح شویو تخمونو او سرو وېش، د للمي کرکېلي په پار د بزګرانو په واک کې وړیا ټراکټورونه ورکول او د بزګرانو روزل په دې ولایت کې د غنمو د حاصلاتو د زیاتوالي اصلي لاملونه وبلل.

باید وویل شي، روان کال اوبیزې او للمي کرنیزې سیمې او د غنمو د کرکېلي سیمې زیاتې شوي دي، دغه راز د هېواد دغنمو ټولیز تولیدات ۵.۱ میلیون ټنه اټکل شوي دي، چې د تېر کال پرتله ۱.۵۲ میلیون ټنه زیاتوالی ښیي او د هېواد په کچه د تېرو ۱۳ کلونو پرتله د غنمو تر ټولو د زیات تولید وړاندوینه کېږي.




t