غزني کې د بڼوالۍ د ځنځیري ارزښت د ودې سکتوري پروژه پیلیږي

غزني کې د بڼوالۍ د ځنځیري ارزښت د ودې سکتوري پروژه پیلیږي

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا به ډېر ژر د غزني په ولایت کې د کرنیزو محصولاتو او بڼوالۍ د ودې په موخه د اسیایي پراختیایي بانک په مالي مرسته د بڼوالۍ د ځنځیري ارزښت د ودې سکتوري پروژه (HVCDSP) په کار پیل وکړي.

د کرنې وزارت لخوا خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي، د دغې پروژي موخه د بڼوالۍ د ځنځیري ارزښت د زېربناوو ښه والی او د بڼوالۍ د محصولاتو د صادراتو د پراختیا لپاره ملي ظرفیتونو ته وده ورکول دي.

«ددې پروژې په لړ کې بزګرانو او بڼوالو ته د سبو او مېوو د بسته بندی او پروسس مرکزونه جوړول، د کرنیزو محصولاتو د بسته بندی په پار د ماشینونو او توکو تدارک او چمتو کول، عصري سړې خونې یا « Controlled Atmosphere» جوړول، د محصولاتو د کیفیت د تضمین په پار د پروسس په مرکزونو کې لابراټوارونه نصبول، ددې لپاره چې د سوداګر محصولات د کیفیت او روغتیا له پلوه ډاډمن شي، کرنیزو متشبثینو ته نړیوال اسټنډرډونه او سندونه ورپېژندل او د انساجو د کښت « Tissue Culture» لابراټوارونه ایجادول او د کچالو د تولید لپاره د کلونل « Micro-Propagation رېښو کرکېله شامل دي.

ددې ترڅنګ عصري ګلخونې جوړول، د پیازو او کچالوو لپاره صفر انرژۍ سړې خونې جوړول، د متراکمو بڼونو احداث، د انګورو بڼونو چیله بندي او احداث، ممیزخونې جوړول، له اوبیزو سرچینو څخه موثره ګټه پورته کول، بزګرانو لپاره د دوی د کرنیزو ځمکود خړوبولو په پار حوضونه جوړول او همداراز د څاڅکي اوبوخور عصري سیسټمونه جوړول د یادي پروژي له مهمو کارونو څخه دي.




t