د نورستان واما ولسوالۍ کې د نباتي ناروغیو ګرځنده کلینیک جوړ شو

د نورستان واما ولسوالۍ کې د نباتي ناروغیو ګرځنده کلینیک جوړ شو

د نورستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا ددې ولایت د واما په ولسوالۍ کې د بوټو د ناروغیو د تشخیص او کنټرول په پار کرځنده کلینیک جوړ او پرانیستل شوه.

ددې کلینیک د جوړولو موخه د نباتي ناروغیو او افتونو تشخیص او کنټرول دی.

باید وویل شي، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا له ۲۰۱۴ ام کال راهیسې د هېواد په کچه نباتي ګرځنده کلینکونو رامنځ ته شول تر څو بزګرانو او بڼوالو ته د نباتي ناروغیو او افاتو د مخنیوي او دهغوی د کچې د ټیټولو په موخه فني مشورې، سپارښتنې او نسخې ورکړي.




t