آير اينډيا د پاکستان تر هوايي حريم بندولو وروسته څومره تاوان کړی؟

آير اينډيا د پاکستان تر هوايي حريم بندولو وروسته څومره تاوان کړی؟

عزت الله ذکي

د هند هوايي شرکت (آير اينډيا) چارواکو ويلي، د پاکستان تر هوايي حريم بندېدو وروسته بیا تراوسه يې ٤٩١ کروړه هندۍ روپۍ تاوان کړی دی.

ددې ترڅنګ ددغه هيواد رسمي دولتي شمېرو ښودلې، چي د پاکستان هوايي حريم تر تړلو وروسته يو شمېر نورو هندي هوايي شرکتونو ته هم زيان آوښتی دی.

انډيګو – ٢٥.١ کروړه هندۍ روپۍ

سپايس جيټ – ٣٠.٧٣ کروړه هندۍ روپۍ

آيرګو – ٢.١ کروړه هندۍ روپۍ

پاکستان د روان کال تېره فبروري مياشت کي وروسته ترهغه خپل هوايي حريم بند کړ، چي هند د پاکستان بالاکوټ سيمه کي د جيش محمد تروريستي کمپ په نښه کړ.



اقتصاد او بيارغونه سيمه او نړۍ
t