ترکيه د امريکا او ايران منځګړيتوب ته تياره ده

ترکيه د امريکا او ايران منځګړيتوب ته تياره ده

له تيرو څو مياشتو راهيسي د ایران او امریکا ترمنځ ناندرۍ روانې دي او مشران يې تل یو پر بل لفظي بريدونه کوي.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وایي هېواد یې چمتو دی چې د واشنګټن او تهران ترمنځ د کړکېچ په حل کې مرسته وکړي.
نوموړي ویلي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د خپل منځګړیتوب په اړه یې د جي-۲۰ هېوادونو په غونډه کې د جاپان له لومړي وزیر شینزو ابه سره هم خبرې کړې دي.
د ايران او امريکا ترمنځ کړکيچ تقريباً تر جګړې ورسيدې چې په ترڅ کې يې ايران يو امريکايي بې پيلوټه الوتکه را وغورځوله




t