فېسبوک، واټساپ او انسټاګرام تر ٩ ساعتونو وروسته بيرته عادي حالت ته راوګرځېدل

فېسبوک، واټساپ او انسټاګرام تر ٩ ساعتونو وروسته بيرته عادي حالت ته راوګرځېدل

عزت الله ذکي

دا چي د رواني جولای مياشتي پر ٤مه د وتلي ټولنيزي شبکې فېسبوک په شمول د واټساپ او انسټاګرام په آنځوريزه او رسنيزه برخه کي تخنيکي ستونزي پيداسوې، چارواکي يې تر ٩ ساعتونو وروسته وتوانېدل، چي يادي ټولنيزي شبکې بيرته خپل عادي حالت ته راوګرځوي.

ددغي تخنيکي ستونزي سره په نړيواله کچه د يادو ټولنيزو شبکو ټول کارونکي مخ وه او عادي حالت تر راګرځېدو وروسته يې چارواکو ويلي، چي خپل انټرنيټي معلوماتي مرکزونه به خوندي وساتي، ترڅو د بريدګرو او هکرانو له شره خوندي وي.



ساينس او ټکنالوژي سيمه او نړۍ
t