د نړۍ عجيبه نوم درلودونکی ماشوم!

د نړۍ عجيبه نوم درلودونکی ماشوم!

عزت الله ذکي

يو اندونيزيايي ماشوم چي د تېر ٢٠١٨م کال په نومبر مياشت کي وزېږېد، پلار پرې د ګوګل نوم کښېښود.

اوس د ګوګل په نوم دغه اندونيزيايي ماشوم ته د ګوګل ادارې لخوا رسمي ډالۍ او ښوونيز ليک رالېږل سوي دي.

ګوګل ادارې په لېږل سوي ليک کي هغه ته د نورو برياليتوبونو غوښتنه کړې او د ګوګل له مور او پلار څخه يې مننه کړې، چي خپل زوی ته يې د ګوګل نوم غوره کړ.

دغه نوی زېږېدلی اندونيزيايي ماشوم وروسته ترهغه رسنيز سو، چي مور يې د هغه تذکره په په ټولنيزو شبکو کي خپره کړه او وروسته دغه تذکره د ګوګل ادارې تر مسوولينو ورسېده.

دغلته د ټولنيزو شبکو ځينو کارونکو په شوخۍ پر خپلو پاڼو د ګوګل د مور د آنځور سره ليکلي، دوی به ونه توانيږي، چي آسانۍ سره د خپل نوي زېږېدلي ماشوم نوم په ګوګل لټون ماشين کي پيداکړي.

د ګوګل مور ايلا کارينا ويلي، ګوګل ادارې راته د نوي زېږېدلي ماشوم مبارکي راکړې، ګوګل ته يې ډالۍ راستولي او هيله يې څرګنده کړې، چي ګوګل به د نورو خلکو سره مرسته وکړي.

د ګوګل مور د ګوګل له ادارې مننه کړې، چي دې موضوع ته يې آهميت ورکړ او زياتوي، اوس تر پخوا ډېر په ګوګل اعتبار لري.



ساينس او ټکنالوژي سيمه او نړۍ ماشوم هر اړخيز او معلوماتي ګوګل

تبصره وکړئ

avatar
t