عمراخان له طالب استازو سره ګوري

عمراخان له طالب استازو سره ګوري

تر دې وړاندې هم داسې سوي وو چې طالبان به پاکستان ته سفر کوي او هلته به د عمراخان په ګډون یو شمېر پاکستاني سياسونو سره ګوري خو د طالبانو له لوري هغه مهال سفر لغوه سو.
اوس تازه راپورونه ورکول سوي چې طالب استازي به د پاکستان لومړي وزير عمران خان سره وګوري.
د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان ځانګړي استازي نعیم الحق یوې خبري غونډې ته ویلي، دغه لیده کاته د افغان حکومت په رضایت کیږي.
وړاندې تر دې افغان حکومت له طالبانو سره د پاکستان لومړي وزیر لیدو سره مخالفت ښودلی و.
د عمران خان ځانګړي استازي نعیم الحق همداراز ویلي، له طالبانو سره په لیدو کتو کې به د جګړې پر سوله ییز حل خبرې اترې وسي او همداراز د افغانستان او پاکستان اړیکو ته په اشارې ویلي، د ولسمشر غني وروستي سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور فضا جوړه کړې ده.
تراوسه پوري د سولې نوم د ټولو پر خولو ښکاري خو ددې ورک سباؤن هيڅ د ک نسته چې چيري به وي




t