د قاتل مېلمستيا

د قاتل مېلمستيا

زما ليد او ليک

د ۱۳۷۵ کال د لړم اتمه د سهار لس بجې وي
د دوکان مخې ته دوه ښکلي قیمتي ګاډي ودرېدل
پنځه شپږ وسلوال ترې په بېړه راګوز شول
لرې ودریدل
څو شيبې وروسته يو بل لوړ دنګ په عمر پوخ ښکلی ځوان د موټر نه راکوز شو
د دوکان په لورې راغی
زموږ کوټه وال ملګري يې تود هرکلی وکړ
له ښه راغلاست وروسته يې ترې وپوښتل
حاجي صيب څوک يې؟
ځوان په ښکلې کندهارۍ لهجه وویل
خوګياڼی يم نوم مې صدراعظم دی
خو خلک راته مولوي صدراعظم وايي
کندهار کې د معروف ولسوالۍ اوسېدونکی يم
رسمي دنده مې جلال اباد کې د طالبانو والي يم
خو تراوسه لا جلال اباد ته نه يم تللی
زما کوټه وال ملګري زه او زما د تره زوی ډاکتر نجیب چې هغه مهال د کابل پوهنتون د طب پوهنځي محصل و
ور معرفي کړو چې دا دواړه هم ستا عزيزان خوګياڼي دي
مولوي صېب له دوکان نه خپله سودا واخيسته
زما کوټه وال ملګري ته يې وويل چې زه خپلو عزيزانو ته مېلمستيا ورکوم
که داسې ونه کړم
بيا به مولوي صیب خالص رانه خفه وي
ما نجيب ته غوږ کی وویل چې مولوي صیب خالص
خو ټول عمر کې ما اوتا نه دی ليدلی
نجیب هم وخاندل
مولوي صيب صدراعظم
زه او نجیب په شين زور له ځان سره خپل کور ته روان کړو
کور يې دکوټې ښار د مغل اباد سيمه کې و
کور ته ورسېدو
مولوي صېب موږ خپلو وسله والو سره پرېښودو
خپله د مور د احترام په خاطر کورته لاړ
د مولوي صیب ورور چې هغه هم ملا وو
د وسله والو نه وپوښتل دا دوه کسه مېلمانه څوک دي
وسله والو وويل موږ يې نه پېژنو د مولوي صیب انډيوالان دي
ما او نجیب ځانونه ملا صيب ته معرفي کړل
په ګډه لاړو بېټک کې کیناستو
نجيب غلي غوږ کې راته وويل چې طالبانو خو کابل ونيولی
پوښتنه ترې وکړه چې پوهنتونونه کله شروع کېږي
ما هم د پوهنتونونو د شروع کیدو پوښتنه تری وکړه
يو وسله وال وويل پوهنتونونه (چش دي)؟
د مولوي صدراعظم ورور ورته وویل
پوهنتونونه هغو غټو مکتبونو ته وايي
چې ډاکتران او انجينران ترې راوځي
د مولوي ورور دا خبره هم ورياده کړه
چې دوی دا پوښتنه ځکه وکړه چې يو يې ډاکتر دی
وسله وال وويل کوم يو يې ډاکتر دی
ما دلاس په اشاره نجيب وروښود
وسله والو وخاندل چې شه دا نجیب ستا د تره زوي ډاکتر دی
ما وویل تر اوسه يې لا سبقان نه دي خلاص
که پوهنتونونو شروع شي څو کاله وروسته به ډاکتر شي
وسله والو ډېر زيات وخاندل موږ يې له خپلې پوښتنې پښېمانه کړو
د ملا صدراعظم ورور وویل تاسو مه خفه کېږئ
د دوی خندا بل علت لري
وسله والو وویل ملا صیب ريښتيا وايي
موږ هغه کمونست نجيب يادوو
يو وسله وال وويل موږ چې کله د ډاکتر نجیب د وژلو په نيت
د ملل متحد دفتر ته ورغلو
د ډاکتر نجیب پيپ لاس کې و
په شنو کبلو يې اوبه شيندلې
له لرې يې پر موږ پام سو پيپ يې پر زمکه وغوځاوه
په لوړ آواز يې وويل قهرمانانو ښه راغلاست
غېږ يی خلاصه کړه
خو موژ پرمخ پرې وهی
له هر لوري پرې انډيوالانو د کنداغونو،سوکانو او لغتو باران جوړ کړ
د اوبو پيپ مو غاړه کې ور کلک کړ
او هغه پيپ مو بيا د جيپ موټر پسې وتاړه
د ډاکتر نجیب ورور ډېرې خواستۍ کولې چې لالا مې پرېږدئ
موږ ورته په کراتو وويل ځه موژ تاته څه نه وايو
خو د ډاکتر ورور زموژ خبره ونه منله
موټر په سرعت حرکت وکړ ډاکتر نجیب منډې وهلې
موژ غوښتل چې نجيب په زمکه رانسکور شي
خو داسې ونه شوه
اخر مو د تفنګچې ډز پرې وکړ
نجیب په سترګه ولګېد په زمکه نسکور شو
ورور يې لاهم زموژ پسې راروان و
اخر مو هغه هم څو ډزه وويشت
د وسلوالو مجلس لا روان چې زما سترګې له اوښکو ډک شوې
نجيب ته می اشاره وکړه
د تشناب په پلمه له بېټک نه ووتلو
نور مو نو شاته ونه کتل
او په تېښته مو له هغه ځايه پښې سپکې کړې.
عرفات پردېس


زما ليد او ليک
t