د ښځينه وو د غوښتنو په نامه ناواړه مبارزه – هیله حیا

د ښځينه وو د غوښتنو په نامه ناواړه مبارزه – هیله حیا

مونږ منو چې زمونږ په نرواکه ټولنه کې د ښځېنه وو بلا انساني حقوق تر پښو لاندې شوي خو دغه د ”شونډ ګنډلو“ معترضه ډله د کابل په سړکونو خيمه ووهي ، پخليان پکې کوي، روژې ، پېشلميان ،اخترونه ، د رسنيو سره خبرې په فسبک لايو برنامې او د شونډانو انځورونه دا څرګنده وي چې دوی د کورنيو لخوا سل فيصده خپلواکه دي کنه يوه مظلومه او د نر تر واک لاندې ښځېنه هيڅکله د خپل ځان لپاره داسې فعاليت نشي کولای کوم چې دوی د ” ارزانه شهرت “ لپاره کوي

که چرته دغو ښځېنه وو دغه مبارزه په افغانستان کې د ښځېنه وو د تعليمي زدکړو ، سياسي ټولنيز حقوق او په دولتي دندو کې د ښځېنه وو د ګمارلو لپاره د قانون جوړولو ادارې څخه په اساسي قانون کې د يادو غوښتنو لپاره نوي بدلونونه غوښتي وای نو مونږ به ويلي وای چې د يادو خوېندو او مېندو ملاتړ په هر روڼ انده افغان باندي فرض دی خو له بده مرغه دغه خپلواکه او ښه حالې ښځېنه وې دغه مبارزه او هره ورځ نوي تخنيکونه د خپلو ځاني ګټو لپاره کوي او غواړي په هره بايه ځان پارلمان ته منتخب کړي ترڅو خپلې ځاني خوښي پکې تازه کړي موږ تاسو بايد د هر هغه نارينه او ښځېنه ملاتړ ونکړو څوک چې د خپلې خيټې ،شوق او زور لپاره د ښځېنه له ادرسه مبارزه کوي يا کومه ګټه ترې اخلي 

په ځانګړي توګه د هغي ښځېنه د کومې چې کړه وړه ( خبرې او عمل ) يو د بل سره ډېر مخالف يا د ځمکې او اسمان توپير لري

#نوټ: څه ناخبره مخلوق د ارګ څخه په دې اړه ګيله کوي خو هغوی ته دا ويلی شو چې ارګ اوس هغه پخوانی درباري ارګ ندی کوم ته چي به د اولس درد او غږ نه رسېدی بلکې هغه ارګ دی کوم چې څلرويشت ساعته ويښ او د هر چا په عمل ،دروغو او رښتيا خبر دی هغه پوهيږي چې څه خلګ د ډيموکراسۍ له ادرسه د دولت له زغمه ناواړه ګټه اخلي!



ارګ، لیکنه، حیا
t