هغوی ته چې ټولنیز علوم یې لوستي

هغوی ته چې ټولنیز علوم یې لوستي

په افغانستان کې د هغو کسانو د بي کار کیدو امکان زیات دی چې ټولنیز علوم یې لوستي دي. که تاسو هم له ورته ستونزې سره مخ یاست، نو تخنیکي مهاتونه ،انګلیسې ژبه او نورو اړینو مهارتونو زده کولو ته له ۶ میاشتو تر یو او یا یونیم کال پوري وخت ورکړئ. دا مو په ژوند کې د بې دندې کیدو احتمال راکمه وي.

او که ټولنیز علوم مو لوستي او دنده هم لري خو اقتصادي اړتیاوې مو نه پوره کوي،یا مو مهارتونه نه لوړیږي نو لمړی له دندي سره یو سایډبزنس پیل کړي. مهمه نده چې سایډبزنس لوی دی یا کوچني. مهمه داده چې تاسو ورسره علاقه ولري، ورو ورو وده ورکړي، عاید مو ترې لوړ کړي،ځان پکې ماهر کړي او وروسته مو لمړنۍ دنده پریږدئ، سایډبزنس ته ځان ځانګړي کړي. له دي سره مو به نه یوازې مالي وابسته ګي ختمه کړي وي، بلکی د ژوند لپاره به مو کاري استقلالیت هم ترلاسه کړي وي.

اغا ملوک سهار


افغانستان ټولنیز علوم
t