علامه حمیدالدین فراهي-دوهمه برخه

علامه حمیدالدین فراهي-دوهمه برخه

د مولانا فراهي زوکړه د هندوستان په یوپي ولایت ( اوسني اترپردیش) اعظم ګړ ولسوالۍ په پهریها مشهور کلي کې شوې، چې معلوم تاریخ یې دا بسنه کوي چې دا د شبلي نعماني د کوچنیتوب او فراهي وطن دی .
ـ د نسب شجره یې:
ابو احمد حمیدالدین فراهي( انصاري) بن عبدالکریم بن قربان قنبر بن تاج علي بن قایم علي بن دائم علي بن بهاءالدین.

ـ پلار نیکه
د مولانا حمیدالدین فراهي د نسب اړیکه د مکې له لومړیو مسلمانانو له دوهم وحدت معلومیږي خو ځینې قراین په دې خبره دلالت کوي چې د مدینې له انصارو سره هغه اړیکه درلوده همدا لامل دی چې د مولانا کورنۍ ډیرو غړو له خپلو نومونو سره تر یوې مودې پورې انصار لیکه.

ـ د دې لامل
د مولانا فراهي د نوم په اړه بیلا بیل بلکې متضاد نظرونه او روایات تر سترګو کیږي په لیکلو دستاویزونو کې حمیدالدین او عبدالحمید دواړه نومونه په کثرت شته دي او د علم خاوندانو پخپلو خپلو څیړنو د دې توجیه هم کړې ده
د مولانا فراهي په مړینه سید سلیمان ندوي لومړی یوه یادونه او وروسته پرې د مقالې په لیکلو سره معارف کې خپره کړه په هغې کې یې د نوم په اړه لیکلي چې:

” د مولانا اصلي نوم حمیدالدین و خو هغه دا نوم چې په اصل کې د عربي قاعدې لقب دی د خپل ځان لپاره د معنوي حیثیت له مخې لوړ ګاڼه.
ځکه خو یې په عربي اثارو کې خپل نوم عبدالحمید لیکه او د ټولو لویو عالمانه آدابو او القابو په پریښودلو یې یوازې معلم نوم اخیستل ځانته غوره کړل ،په همدې اساس هغه به خپل نوم المعلم عبدالحمید الفراهي د کتابونو په لوحو لیکه.

ـ د فراهي نسبت
فراهي د مولانا نسبتي نوم دی د وخت په تیریدو دومره نامتو او د شهرت خاوند شو چې اصل نوم یې هم له سره لاړ، نن چې چیرته د مولانا یادونه کیږي نو همدا نوم اخیستل کیږي.
مولانا دا نسبت د چا لخوا غوره کړ او ماخذ یې څه دی؟ د سید سلیمان ندوي خیال او چې له کومو قرون قیاس کیږي دا دی چې:
” دا نسبت د مولانا پلرني کلي پهریها له لوري دی همدې پهریها ته عربي شکل په اړولو مولانا له خپل نوم سره فراهي لیکه.
خو کورنۍ یې ځان د افغانستان فراه ولایت ته منسوبوي چې درې پیړۍ وړاندې یې د هند په اترپردیش کې اړولي وو او خپل د اوسیدو کلی یې هم فراه نومولی و، خو خلکو په پهریها( د هغه سیمې د ژبې او لیکدو له مخې په دې نوم واړوه) .

ښوونه او روزنه

د مولانا فراهي په زمانه کې په واضح توګه د رسمي زده کړو دوه دورې دي او هر دور یې پخپل ځای پوره او د ستاینې وړ دي
د زده کړو په لومړۍ مرحله کې هغه په دیني زده کړو سربیره عربي او ختیځ علوم زده کړل او دا یې په شخصي درس ځایونو کې ترسره کړل په بله دوره یا مرحله کې یې د لویدیځو او انګریزي علومو زده کړې وکړې چې د دې لپاره یې په دولتي ادارو کې ځان شامل کړ.

دیني زده کړه
د مولانا فراهي لومړنۍ زده کړې د هغه وخت لوړو خلکو غوندې په کور کې وشوې پیل یې د دود له مخې په ناظره او قرآن په حفظ وشو د راجا پور سکرور حافظ احمد علي مرحوم ورته په کور کې حفظ یاد کړ.
مولانا خپله هم د خپل ژوند حالات لیکلي دي له زوکړې وروسته یې چې د کومې خبرې یادونه کړې هغه د قرآن حفظ دی د مولانا د خپل لاس لیکلو دا هم جوتیږي چې دا پړاو یې په نږدې لسو کالو کې مزل کړی دی خپله وایي:
” چې کله مې قرآن مجید حفظ کړ عمر مې نږدې لس کاله و.
د قرآن له حفظ وروسته د عام دود له مخې مې لومړی د فارسي زده کړې وکړې هغه وخت عام میتود د زده کړو کولو دا و چې په یو وخت به یوازې یو مضمون لوستل کیده، فارسي ژبه کې یې دومره ژر پرمختګ وکړ چې شعر ویل او لیکل یې وکړل د شاعرۍ وړتیا پکې فطري وه ژبې سره یې په لږه موده کې دومره ژوره اړیکه پیدا کړه چې د استاذانو غوندې قصیدې لیکل یې پیل کړل د مولانا عمر اوس ایله څوارلس کاله و چې د علم په لټه کې له پهریها تر اعظم ګړ ورسید او له شبلي نعماني یې لوستل پیل کړل دا د ۱۸۷۷ ء کال و ، د مولانا فراهي په ښوونه او روزنه کې د شبلي ځانګړې برخه ده په دې اړه مولانا فراهي خپله لیکلي چې:
نور بیا…

شفیع الله تاند



مولانا فراهی
t