غزني: ددوو ښوونځیو د ودانیو د بنسټ ډبره کیښودل شوه

غزني: ددوو ښوونځیو د ودانیو د بنسټ ډبره کیښودل شوه

په غزني ولایت کې ددوو ښوونځیو لپاره د ودانیو جوړولو لپاره رسماً د بنسټ ډبره کیښودل شوه.

دا ښوونځي مرکز غزني اړوند امیر محمد خان کلا او ﺯنخان ولسوالۍ خاچاخیل سیمه کې جوړیږي.

په دې ودانیو نيږدي يوويشت میلیونه افغانۍ لګښت راځي.

د غزني د رسنیو دفتر وايي، لومړنۍ پروژه د ﺯنخان ولسوالۍ اړوند په خاچاخيل سيمه کې د خالد کوتل لومړني ښوونځي ودانۍ ده چې د ۱۴ تدريسي او اداري خونو، د څښاک اوبو د څاه او تشنابونو لرونکى دى چې پر رغولو يې اته ۸ مليونه افغانۍ لګښت راځي.

دې ښوونځي کې شاوخوا ۷۰۰ ﺯده کوونکي په آﺯاده او نا مناسبه فضا کې پر ﺯده کړو بوخت دي.

سرچینه وايي، دویم ښوونځی چې د ۱۲ درسي ټولګيو، احاطوي ديوال، مبرﺯ او د اوبو د څاه لرونکي ده او پر رغولو يې ۱۲ مليونه، ۵۵۴ ﺯره ۶۴۰ افغانۍ لګښت راځي.

په دغه ښوونځي کې دمګړۍ شاوخوا ۸۰۰ نجوني د سيمي د نارينه وو په ښوونځي کې پر ﺯده کړو بوختي دي.

باید یاده کړو د پورته دواړو ښوونځیو د جوړولو لګښت د افغانستان د کليو پراختيا وﺯارت د ولسي تړون پروګرام لخوا ورکول کيږي.



غزني، ښوونځیو جوړیدل
t