د زړه حمله او يو څو مهمي نقطي

د زړه حمله او يو څو مهمي نقطي

کله چي يو ناروغ د سيني د درد څخه شکايت کوي او د سيني درد يي درلودي اول شرط دادي چي د زړه ګراف يا اي سي جي ( Electrocardiography ECG ) ورته وکړي که چيري اي سي جي نارمل وي د اي سي جي نارمل حالت تاته دا ضمانت نسي درکولاي چي د زړه حمله نسته بايد لابراتواري معاينات يي وکتل سي تر څو دقيق پته يي ولګيږي چي د زړه حمله سته که يا ؟

په لابراتواري معايناتو کي مايوګلوبين ( Myoglobin ) ، کريتنين کينز او د زړه انزايم یا مارکر تروپونیین (troponins) کتل کيږي

تروپونیین (troponin cTnI)مارکر د زړه په عضلاتو پور مربوط خاص مارکر دي د نورو عضلاتو په ناروغيوکي ډير لږ لوړيږي

د زړه په حمله کي اول لوړيدونکي مارکر مايوګلوبين ( Myoglobin ) دي چی په يوساعت کي په وينه کي لوړيږي اما خاص د زړه د حملي ښکارندوينه نسي کولاي دنورو مارکرو سره باید یو ځاي وکتل سی اما په لابراتواري معايناتو کي اول د توجه وړ مارکر دي! د زړه د حملي په اول ساعتو کي لوړيږي

که چيري ( Myoglobin )مايوګلوبين لوړ وي کراتین کینز (CK_MB ) او تروپونیین (troponins) کښته وي څلور ساعته وروسته بايد تکرار کراتینين کينيز( CK_MB ) او ( troponins ) لابراتوار ته واستول سي ځکه کراتین ( CK_MB ) او تروپونیین ( troponins ) د زړه تر حملي څلور ساعته وروسته لوړيږي د زړه د حملي په اول ساعتو کي نه لوړيږي

کله چي د زړه حمله تشخيص سي وروسته که چيري تر ۷۲ ساعته وروسته ( CK_MB ) کراتينين په کښته والي شروع ونکړي دا پدي معني ده چی تکرار دوهم ځلي د زړه حملي جريان پیداکړي او د زړه حمله جريان لري او همدا رنګه د زړه د حجرو خرابيت ډير سوي ( Myocardial necrosis , reinfarction )

همدارنګه لوړ تروپونیین (troponins) پدی معنی دی چی د زړه د حجرو خرابيت په لوړ کچه دي

د زړه په حمله کی بايد مايوګلوبين ( Myoglobin ) تروپونين (troponins) کراتينين کينيز ( CK_MB ) يو ځاي مقايسه او وکتل سي .

د زړه په حمله کي د کرتينين يو ځلي کتل کيفايت نه کوي بايد په هر څلور ساعته کي يو ځل وکتل سي تر څو معلومه سي چي په وينه کي ډير والي ښي که لږ والي

يادونه بايد وکړم چی د افغانستان په ډيرو روغتونو کي کی دومره مجهز لابراتوار نسته چی د زړه دحملي تعقيب دي لحظه پر لحظه تعقيب کړي که وي هم د ګوتو په شمار دی

موضوع دیره اوږده او ژوره موضوع ده خو ما یی خلاصه او مهمی نقطی تشریح کړي ددی موضوع د تشخيص لپاره ډاکټر بايد د زړه پر ګراف يا اي سي جي باندي پوره بلدتيا ولري وروسته کولاي سي چي د زړه د حملي تشخيص په اساني سره وکړي . د زړه گراف هم یو کتاب خبری دی که وخت وو هغه به هم د وخت په استفادي سره درته تشريح کړم .

ياداښت:ليکنه تر ډير حده د طب هم مسلکه ملگرو لپاره ده

لیکنه: داکترعبدالصمد نظری




t