چین: د کارتون او لوبو ۱۵م نړيوال نندارتون پرانیستل شو

چین: د کارتون او لوبو ۱۵م نړيوال نندارتون پرانیستل شو

راپورونه وايي، د چین د کارتونو او لوبو پنځلسم نندارتون په شانګهای ښار کې پرانیستل شو.

دا نندارتون پرون پرانیستل شوی چې تر پنځو ورځو به دوام کوي.

ویل کیږي دغه نندارتون په چين کې د کارتون او لوبو په برخه کې تر ټولو زياته اغېزه لري.

د چین خبري اژانش وايي، د دې نندارتون د نندارځي پراخوالی شپېتو زرو مربع مترو ته رسېږي او د Disney او bilibili په شمول زياتې بهرنۍ تصدۍ پکې برخه لري.

د چین نړیواله راډیو وايي، نندارتون کې د Marvel د اتيايمې کليزې، Star Wars او د کورني کارتون تر عنوان لاندې ځانګړي فعاليتونه هم ترسره کېږي.


چین، نندارتون
t