کلیچدار اوغلو:د ترکیې د نظام د بدلون لپاره ټولپوښتنه غواړو

کلیچدار اوغلو:د ترکیې د نظام د بدلون لپاره ټولپوښتنه غواړو

د ترکیې د جمهوري خلق ګوند مشر کلیچدار اوغلو  له واکمن ریاستي نظام سره د مخالفت څرګندولو ترڅنګ د نظام د بدلون په اړه د ټولپوښتنې غوښتنه کړې.

 د نوموړي ګوند دا غوښتنه په داسې وخت کړې، چې څه موده مخکې یې د استانبول د ښاروالۍ ناندریزې ټاکنې د اردوغان له ګونده وګټلې.

هغه په پارلمان کې د خبرو پر وخت ویلي، چې اردوغان د ریاستي نظام له ټینګښت سره واک انحصاري کړی او ډېر خلک حتا د ده د توهین په پلمه محاکمه کوي او مدني حقونه یې نقضوي.

ترکي حکومت په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.



t